د روغتيايي قرانطين په باب معلومات
中国国际广播电台

       

د چين د ولسي جمهوريت د روغتيايي قرانطين رياست د خارجيانو په ارتباط  د قانون يوه اجرايوي څانګه ده چې  د چين د ولسي جمهوريت د دولتي شورا لخوا هغې ته  صلاحيت ورکړشوی دی ٠ نوموړي څانګه او ددې فرعي څانګې  دچين په سرحدي بندرونو کې د هغو کسانو په هکله چې  د چين څخه  ځي او راځي روغتيايي قرانطين ترسره کړي هغه خاص شيان چې له ګمرک څحه تيريږي  بايد چين د روغتيايي قرانطين د څانګو لخوا په منظوري وړل او راوړل شي٠

هغه شيان او سفري بارونه چې د مسافرينو لخوا وړل او راوړل کيږي او ممکنه وي چې له دې امله يې  ساري ناروغي خپرې شي بايد تر روغتيايي قرانطين ﻻندي راوستل شي ، د روغتيايي قرانطين څانګې حق لري چې د هغو خوراکونو ، شربتونو

او سمندري پيداورو په مقابل کې چې د ساري ناروغي د خپريدونکو سيمو څخه راوړل شوي او يا د ساري ناروغي له امله ککړ شوي وي  د حفظالصحې تدبيرونه ونيسي او ددې نه وروسته له ګمرک څخه تيريدای شي  او يا يې  له منځه يوسي ٠

هغه کسان چې د ژيړې تبې د ناروغي د خپريدونکو سيمو څخه راغلي دي  چين ته د ننوتنې په وخت کې بايد د چين د روغتيايي قرانطين څانګو ته د نوموړي ناروغي د وقايې دپاره د واکسين  کولو په باب اعتباري ليکونه وښيي ، که هغه کسان چې دغسي اعتباري ليکونه نه لري  بايد د شپږو ورځو د پاره په خاص ځاي کي توقف وکړي  د ٦ ورځو نه وروسته که د نوموړي ناروغي نښه ونه ليدل شي نو هغه تللي شي

 هرهغه ترانسپورتي وسايل ، افراد ، خوراکونه ، د څښلو اوبه او نور مالونه او حشرات او حيوانات  ټول د ساري ناروغيو د نظارت کولو وړ دي ٠

   د چين د روغتيايي قرانطين څانګې حق لري چې هغه خارجيانو ته چې په ايدز ، مقاربتي ناروغي ، خوره مرض ، عصبي ناروغي او د سږي  په  ناروغي  اخته دي اجازه ورنه کړي چې چين ته ننووځي