د چين هغه قومونه چه  نفوس يی له يو لکو تنه څخه کم دی

 

中国国际广播电台


   

د چين  له ملی اقليتونو څخه  د شلو قومونو نفوس  له يو لکو تنو څخه کم دی٠ د دوی نومونه  په دی ډول دی :  بلانګ ، تاجک، اچانګ، پومی،  عوينکی، نو، جينګ، جينو، ده عانګ، باو ان، روسيه، يوګور، ازبک، موينبا، اوروچن، دولونګ، تاتار، هه جه، ګاو شان او لهوبا٠

                                     

 د لوه  با  قوم  

              د لوه  با قوم د چين يو تر ټولو کوچنی  قوم  دی چه   وګړی  يی له درو زرو تنوڅخه هم کم دی، دوی په عمده توګه د  چين د تبت د خودمختارې سيمې  په جنوب ختيځ  کښی اوسيږی٠ لوه با  اصلأ  د تبتی قوم  د خلکو لخوا  د تبت د جنوب ختيځ  پراوسيدونکو باندی کيښودل شوی لقب دی او معنی يی ٌ د جنوبی خوا خلک ٌ دی٠ د لوه با  قوم خپله ژبه لری، خو  قومی ليک دود يی نشته او  دوی عمومأ د تبتی قوم  له ليک دود څخه  استفاده کوی٠ خلک يی  پر څو ارباب النواعو  او تبتی  بوديزم   باندی  عقيده لری ٠

     په  ١٩٤٥ کال کښی  د چين د ولسی جمهوريت  له  جوړيدو نه وروسته  د  لوه با  قوم  خلک د  قومی مساوات  له حقوقو څخه برخوردار  دی او د  چين د مرکزی حکومت او د هيواد د  بيلا بيلو قومونو په قوی  مرسته  يی د  عصری توليد  په لار کښی ګامونه پورته  کړی  او  اقتصاد او کلتور يی  چټک  انکشاف موندلی دی٠

 

     ٌ  دولونګ ٌ  قوم

 د   ٌ دولونګ ٌ  قوم نفوس  څه دپاسه  اووه زره څلور سوه تنه دی او د چين  د جنوب لويديځ   د يون نان په ولايت کښی د  ګونګ شان په نامه د  ٌ دولونګ ٌ  او  ٌ  نو ٌ  قومونو د خودمختارې ولسوالۍ په اړه  د  ٌ دولونګ  ٌ سيند د درې په  سيمه کښی  اوسيږی٠ دا قوم  ځانګړی  ژبه  لری ، خو  قومی ليک دود  نه لری ،  خلک  يی  د  څو ارباب الانواعو او طبعيت  پرستش کوی٠  پخوا  د دی قوم  ټولنيز توليدی قوت  ډير ټيټ  و چه  د  لرګيو او باڼسو له  وروسته پاتی او ساده  وسائلو څخه  په استفادې سره به يی  په زراعتی توليدی چارو  لاس پوری کوله او د وحشی شيانو ټولول ،  کب نيول او  ښکار کول هم  د دوی  توليدی کارونه  وو٠  په ١٩٤٩ کال کښی د چين د  ولسی جمهوريت  له جوړيدو  نه وروسته  د  ٌ  دولونګ ٌ  د  قوم  دا  وروسته پاتی حالت  په پوره توګه بدل شويدی٠  د دی قوم خلک زحمتکښان او ميلمه پالوونکی دی، دوی  د دوستانو ترمنځ  دوستۍ ته  ستر اهميت ورکوی ، کله چه  يو کور مشکلات لری، ټول کليوال  ورسره  مرسته کوی ،  کله چه  يو وحشی ژوی  ښکار شوی، ټول هغه خلک چه  په  ښکاری کښی يی برخه  واخيستله، يوه  برخه  ترلاسه کولای شی٠دوی متقابل اعتماد  ته  په درنه سترګه ګوری  ،  د  ژمنې وفا کوی او  غوره  اخلاقی نظرونه  لری ٠  دا چه  په شپه د خپل کور دروازه  نه تړی او  د  نورو خلکو  شيان  نه خپلوی،  د  ٌ  دولونګ ٌ  قوم  عنعنوی غوره  اخلاق  دی ٠

 

                                                 د  ٌ  جينو ٌ  قوم

       د چين  د ٌ  جينو ٌ  قوم  نفوس  څه نا څه  شل زره تنه دی  او په  عمده توګه د چين د  جنوب لويديځ  د  يون نان  ولايت  په اړه  د  شی شوانګ بان نا د خودمختارې لويې ولسوالۍ پر يوه لوی غر باندی اوسيږی ٠    دا  قوم  ځانګړی ژبه لری، خو قومی ليک دود  يی نشته  ٠ ٌ  جينو ٌ  د  دی قوم  په  ژبه کښی د  ماما د  احترام   معنی لری٠

   د  ٌ  جينو ٌ  قوم  پر څو ارباب الانواعو باندی عقيده  لری او د طبعيت او اسلافو پرستش کوی٠  د چين د  ولسی جمهوريت  له  جوړيدو  څخه  وروسته  د دی قوم   خلک  په مستقيمه  توګه  د  قبل التاريخ  ټولنې  له وروستی مرحلې  څخه  سوسياليستی  ټولنې ته  داخل شوی او  په  پوره توګه  يی له  پخوانی وروسته پاتی  توليدی شکل  سره مخه ښه  کړی او  د  دوی  د  اوسيدو  د سيمې  څيره   بيخی نوی شويده ٠ اوس  د جينو له قوم  څخه زيات  مامورين ، ډاګټران ، سوداګران  او  د کرنې  علمی او تخنيکی کارکوونکی  روزل شويدی ٠

                

                                    د   ٌ اوروچن  ٌ  قوم

        د ٌ  اوروچن ٌ  د  قوم   نفوس  څه دپاسه اته  زره تنه دی او  په عمده توګه د چين د  شمالی برخی د داخلی مغولستان د خودمختارې سيمې په اړه د  اوروچن  په خودمختاره  ولسوالۍ او  شاوخوا  ولسواليو او  د  چين د  شمال ختيځې سيمې د  هيلوجيانګ  د ولايت  په  ځينو ځايونو کښی اوسيږی٠   د ٌ اوروچن  ٌ  قوم خپله ژبه  لری ، خو  قومی ليک دود  نه لری او عمومأ  د  چين د  ملی ژبې له  ليک دود څخه استفاده کوی٠ د دی قوم خلک  د  سامان پر دين باندی عقيده لری او د  اسلافو او طبيعی شيانو  پرستش کوی ٠ پخوا  د ٌ اوروچن ٌ د قوم  خلک  نسل په نسل  په  غرونو او ځنګلونو کښی ښکار کاوه او  دائمی استوګنځی يی  نه  درلود ٠ د دی قوم  هر نارينه  د  اس  د سپرلو او د  ښکاری ټوپک د ډزې کولو په برخه کښی  لوی لاس  لری ٠  خو څرنګه  چه د  شملی پيړۍ  له اتمې لسيزې څخه  په چين کښی د  وحشی ژويو د ساتلو په باب قانون  تطبيق شوی ، نو  د  ٌ  اوروچن ٌ  د قوم  هيوادوالو  په پوره توګه  له  ښکار څخه  لاس اخيستی ، خپل  دائمی کورونه  يی جوړ کړيدی٠ اوس  دوی د  ژويو په  روزنې او  کرنې  لاس پوری کوی٠ ځکه چه  دا قوم  پخوا  ښکاری قوم ؤ ، نو د  دوی ژوند او  کلتوری هنر  د  ښکاريانو له خصوصيتونو څخه ډک دی٠ د هوسيو او ګوزونو په شمول د  ژويو غوښې د  دوی عمده خوراکونه دی،  د دوی  لباسونه عمومأ د  ژويو له پوستکو څخه جوړيږی،  د دی قوم ښځې  د  هوسی له پوستکو څخه  د  کاليو او خوليو د ګنډلو په برخه کښی ډير ښه  مهارت  لری٠

 

                                   د چين  د تاتار  قوم

     د  تاتار قوم   نفوس  څه نا څه پنځه زره تنه دی چه  په عمده توګه د شمال لويديځ چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د عولجا ، چوچاک  او وروموچۍ په ښارونو کښی اوسيږی او خپله  قومی ژبه او ليک دود لری٠ خو څرنګه چه د  تاتاری  قوم خلک د ويغور او قزاق د  قومونو له خلکو سره ګډ اوسيږی او نژدی اړيکی ورسره لری، نو  په  ورځنی ژوند کښی هم د دغو دوو قومونو له ژبو او ليک دودونو څخه  استفاده کوی٠د  تاتار قوم  خلک  د  اسلام پر مبارک  دين باندی عقيده لری٠  د  دی قوم  اسلاف  د  ٌ ترکيې ٌ  په نامه  د  چين  د شمالی خوا  د  يوه  سلطنت په اړه  د تاتار له قبيلې څخه راغلی وو ٠ د نولسمې پيړۍ په پيل کښی د روسيې  يو   تاتاران   د چين شينجيانګ ته راغلل او له دوهمې عمومی جګړې نه وروسته  د  روسيې  يو شمير تاتاری سوداګران او دينی ملايان هم ورو ورو شينجيانګ ته داخل شول ٠ نو دغه  تاتارانو  د چين  د تاتار قوم   تشکيل کړيدی٠  د  کليو تاتاران  په عمده توګه  په  مالدارۍ  بوخت  دی٠ د  تاتارانو  اکثر منورين  او  ښوونکی  په  ښارونو او  ښارګوټو کښی اوسيږی او د  چين د  شينجيانګ  د  تعليمی چارو دپاره يی  وتلی خدمتونه  ترسره  کړيدی ٠