د چين قومی پاليسی

 

中国国际广播电台


  
چين  يو واحد  او  زيات قومونه لرونکی هيواد دی٠  د چين حکومت  د بيلا بيلو قومونو د مساوات ، يووالی او  متقابلې مرستې په باب قومی پاليسی اجرا کوی،    پرمذهب  باندی د ازادې عقيدې په باب د ملی اقليتونو  د حق او د دوی د دودونو درناوی او حمايت کوی٠

     د  ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت  نظام  د چين يو مهم سياسی نظام دی٠ د دی نظام  معنی دا ده چه  د دولت  تر متحدی لارښوونې لاندی  د ملی اقليتونو د ګڼ شميرخلکود اوسيدو بيلابيل ځايونه سيمه ايز خودمختاريت عملی کوی، خودمختار ارګانونه جوړوی او له خودمختارو حقوقوڅخه برخوردار دی٠ دولت دغه کارونه تامينوی چه د ملی اقليتونو په خودمختارو ځايونو کښی د محلی ځايونو د حقيقت  له مخی د هيواد د قوانينو او پاليسيو تطبيق شی، په  زياتی اندازې سره  د ملی اقليتونو د بيلا بيلو درجو کادران، ډول ډول مسلکی ماهران او فنی کارګران  وروزل شی او د دغو ځايونو د بيلا بيلو قومونو خلک  د ټول هيواد  له  خلکو سره يو ځای  د چين د کمونست ګوند تر لارښوونې لاندی په پوره طاقت سره  په سوسياليسی  عصری ابادۍ  لاس پوری کړی تر څو چه د  ملی اقليتونو د خودمختارو ځايونو اقتصاد او کلتور چټک انکشاف ومومی او دغه ځايونه له  يووالی او سعادتمنۍ څخه ډګ شی٠

      د لس ګونو کالو په واقعی کارونو کښی د چين واکمن ګوند يعنی د چين کمونست  ګوند د قومی مسئلې  په باب  يو لړ  اساسی نظرونه  راپيدا کړی او  يو لړ  روښانه پاليسۍ يی جوړې کړيدی چه  عمده  ټکی  يی په دی ډول دی  :

      د قومونو پيدا کيدل، انکشاف او  له منځه تلل  يو ډير اوږد  تاريځ بهير دی او قومی مسئله   به  د اوږدی مودې دپاره  موجوده  وی٠

      سوسياليستی مرحله د  بيلا بيلو قومونو د  ګډې سعادتمنۍ او سمسورتيا موده ده، د مختلفو قومونو ګډ  عوامل  د  پر له پسی زياتيدو  په حال کښی دی ، خو د دوی  ځانګړی خصوصيتونه او توپيرونه  به  هم  په مداومه توګه  وجود  ولری٠

        قومی مسئله  د ټولنيزو عمومی موضوعاتو  يوه برخه  ده، قومی مسئله  يوازی د ټولو ټولنيزو موضوعاتو د حل وفصل  په بهير کښی  ګام په ګام  حليدای شی او په اوسنی مرحله کښی د چين  قومی  مسئله  يوازی  د سوسياليستی ابادۍ  په ګډو چارو کښی  ورو ورو حليدای شی٠

      د چين ټول   قومونه چه  که  نفوس يی زيات  يا  لږ وی،  تاريخ  يی اوږد يا  لنډ وی او که  د  پرمختګ  سويه يی  لوړه  يا  ټيټه وی ،  د هيواد د تمدن  دپاره يی خدمتونه ترسره کړيدی او   بايد  سره  مساوی  وی٠ د بيلا بيلو قومونو خلک  بايد خپل منځی ستر يووالی  پياوړی کړی او  د خپل هيواد  وحدت  وساتی ٠

      په کوشش سره اقتصاد  ته  انکشاف ورکول  د  سوسياليزم  اساسی  دنده ده او  په اوسنی مرحله کښی د چين  د قومی کارونو  اساسی وظيفه  هم  ده٠ بيلا بيل قومونه  بايد  يو له بل سره مرسته وکړی تر څو چه  ګډ ترقی او سعادتمنی ومومی٠

     د  ملی اقليتونو سيمه ايز خودمختاريت  د چين د قومی مسئلې  د  حل د پاره  اساسی نظام دی٠

      د  ملی اقليتونو  د  زياتو هغو کادرانو روزل  چه  غوره  اخلاق او  ښه  استعدادونه ولری، د قومی کارونو د  ښه کولو او د قومی مسئلې د حلولو دپاره  د کلی اهميت  لری٠

      قومی مسئله  او مذهبی مسئله  په ځينو ځايونو کښی  نه جلا کيږی ، نو د  قومی مسئلې د حل  په  وخت کښی  هم بايد  په  هراړخيزه او سمه توګه  د  دولت  مذهبی پاليسی تطبيق شی٠

      برسيره پر دی ،  د چين حکومت  د ملی اقليتونو د سيمو د اقتصادی، کلتوری او تعليمی چارو  د  پرمختګ  د پرمخبيولو  او  د متدينانو په شمول  د ملی اقليتونو د ګڼ شمير خلکو د  مادی او کلتوری  ژوند د سويې  د لوړولو په عين وخت کښی  د  ملی اقليتونو د  مذهبی عقيدی  احترام کولو او  د دوی  د قومی کلتوری ميراثونو ساتلو  ته  هم ستر اهميت  ورکوی او د مذهبی کلتور په شمول د  مختلفو  قومونو د کلتوری ميراثونواو ولسی هنرونو د  تحقيقاتو کولو،  راغونډولو، تنظيمولو، څيړلو او  چاپولو  دپاره  کوششونه کوی٠ دغه راز  د چين حکومت هم تل د زياتو پيسو په مصرفولو سره د ملی اقليتونو د سيمو  هغه  جوماتونه ،معبدونه، کاليساوې او نور مذهبی تاسيسات ساتی او ترميموی کوم چه  مهم تاريخی او کلتوری ارزښتونه لری٠