中国国际广播电台
د چين حکومت د ملی اقليتونو د کادرونو روزنې ته ستر اهميت
ورکوی٠ د ملی اقليتونو د کادرونو
شمير ګام په ګام زيات شوی او
زيات شمير داسی کادرونه د
ولسوالۍ يا د لا لوړو درجو د
لارښوونکو مقاماتود مشرانو په
حيث مقرر شويدی٠ اوس د چين د
پنځو خودمختارو سيمو رئيسان، د
ديرشو خودمختارو لويو ولسواليو
او د ١١٩ خودمختارو ولسواليو
رئيسان ټول د مربوطو ملی
اقليتونو کادرونه دی ٠
د چين د بيلا بيلو قومونو
خلک په پراخه توګه د دولت د
سياسی او ټولنيزو چارو په
اداره کښی ګډون کوی، د چين د
بيلا بيلو درجو په ولسی
کانګرسونو او د ولسی سياسی
مشورتی کنفرانس د بيلا بيلو
درجو په کميټو کښی د ټولو ٥٦
قومونو نماينده ګان او غړي
شته چه پکښی د ملی اقليتونو د
نماينده ګانو او غړو تناسب په
سلو کښی له لسو څخه اړول کيږی
٠
|