د چين  د ملی اقليتونو  اقتصاد

中国国际广播电台
 

د چين د  اقتصاد  د پرله پسی انکشاف  په  عين وخت کښی د ملی اقليتونو د سيمو  اقتصاد  يی هم  ګام په ګام  پراختيا  او  وده  موندلې ده ٠

       مالدارۍ د چين  د ملی اقليتونو د سيمو  له  عمده وو اقتصادی چارو څخه شميرل کيږی٠ د شلمې پيړۍ  له  اتمې لسيزې  نه وروسته ،  په چين کښی  په ټېکه  د  څړځايونو او  ژويو د اخيستلو نظام  عملی شوی چه  کوليکتيف ژوی  په معقوله بيه  پر مالدارانو باندی  خرڅ شوی ، د  څړځايونو  د  استعمالولو حق هم   بيلا بيلو کورونو ته  ويشل شوی او  د  چمنونو د  ابادولو او اداره کولو  په باب نظام  ته هم  پياوړتيا ورکړه شويده ٠ اوس  د چين  د عمده وو مالدارو سيمو د موجوديت په ځايونو  يعنی د  چينګهای،  ګان سو، سچوان، شينجيانګ، نين سيا او  داخلی مغولستان  په ولايتونو او خودمختارو سيمو  کښی  مالدارۍ چټک انکشاف موندلی دی ٠ د احصايی له مخی،  هر کال د چين  په    مالدارو سيمو  يا  نيم  مالدارو  سيمو کښی  د ژويو شمير  سل مليونو سرو ته  رسيدلی او د  ژويو د ژوندی کيدو او  خرڅيدو  ميزان  په ښکاره  توګه  لوړ شويدی٠ برسيره پر دی  اوس  په ځينو  مالدارو سيمو  کښی  د  بيلا بيلو کورونو په اساس  د  ژويو د روزلو  يو شمير  کورنی فارمونه هم  رامنځ  ته شوی  او  د  زياتو ژويو د روزلو  په اثر د  کورنيو فارمونو  توليدی طاقت  او  ګټې  ډيرې  لوړې شويدی ٠

     د ملی اقليتونو د سيمو په ښارونو کی زيات اقتصادی منابع او غيرزراعتی ټولنيز او اقتصادی فعاليتونه  متمرکز شوی او  دغه ښارونه د قومی سيمو د اقتصادی انکشاف  مرکزونه دی٠د  شلمې پيړۍ له  اتمې لسيزې نه  وروسته  د چين د نورو سيمو د اقتصاد د انکشاف په  عين وخت کښی  د  ملی اقليتونو د سيمو د ښارونو اقتصاد هم  چټک انکشاف موندلی دی٠ د احصائی له مخی،  اوس د چين  د قومی خودمختارو ځايونو کښی د صنعتی تصديو شمير  يو مليونو ته  رسيدلی  او  په اساسی توګه د  تصديو داسی جوړښت  رامنځ ته شويدی چه  پکښی د  لويو عصری تصديو ،  شخصی صنائعو،  تجارت او خدماتی  چارو په شمول ډول ډول  اقتصادی شکلونه  موجود دی٠ د داخلی مغولستان ،  چينګهای، نين سيا  او شينجيانګ  په سيمو کښی د  کليو د ښاری کيدو  سويه  د ټول چين  د  کليو د ښاری کيدو له منځنی سويې څخه اوښتی او په دی اثر  د  قومی سيمو  د اقتصاد  د  عمومی  انکشاف دپاره  ډير ښه  رول لوبولی دی٠

      د غير عمومی  مالکيت  اقتصاد د قومی سيمو  د ښارونو د اقتصادی انکشاف  په بهير کښی د توجې وړ دی ٠ مثلأ  د  تيرې پيړۍ په پای کښی  د چينګهای ولايت   په  عمومی توليدی ارزښت کښی  د غيردولتی  اقتصاد  د توليدی ارزښت  تناسب  په سلو کښی  څه دپاسه څلويښتو  ته  ورسيده٠

      برسيره پردی ، خارج  ته  د ورخلاصون  د  پراخيدو په  بهير کښی  د ملی اقليتونو د سيمو   ځينو ښارونو په لا پسی توګه  له خارجی هيوادونو سره  خپل  اقتصادی او تخنيکی تګ راتګ  او همکارۍ ته  پراختيا ورکړې  او خارج  ته  ورخلاصون  يی  ژور انکشاف  موندلی دی ٠ اوس  په  قومی سيمو  کښی  يو شمير داسی لوی ګروپی تصدی  جوړې شويدی کوم چه  د چين په دننه او دباندی کښی  شهرت لری٠ مثلأ د  داخلی مغولستان  په خودمختارې سيمې  پوری  د  عردوس  په نامه  له  کشميرو څخه  د بنيانو د  جوړولو سهامی شرکت ، د  شينجيانګ  د ويغوری قوم  په خودمختارې سيمې پوری  د  تيان يې په نامه  ګروپی سهامی شرکت  او داسی نور٠