د چين د  ملی اقليتونو  علمی او تخنيکی چارې

中国国际广播电台

     

  د چين حکومت د ملی اقليتونو د سيمو  د علومو او تخنيکونو د پرمخبيولو دپاره  يو لړ  خاصې  امتيازی پاليسۍ جوړې کړېدی ٠ مثلأ  د ملی اقليتونو  د علمی او تخنيکی کارکوونکو روزنې ته  ستر اهميت ورکول کيږی،  په عادی پوهنتونو او  پوهنځيوکښی د پلان له مخی د ملی اقليتونو محصلين منل کيږی يا  د ملی اقليتونو  کلاسونه جوړيږی، په  قومی پوهنتونو او پوهنځيو کښی  د  مسلکی تخنيکی ماهرانو د روزنې د تقويه کولو دپاره د  اړتيا وړ مسلکی څانګې جوړيږی٠ په عين وخت کښی د موثرو تدبيرونو او طريقو په نيولو سره  د  ملی اقليتونو  د  موجودو  علمی او تخنيکی  کارکوونکو د  مهارت او  استعداد د لوړولو دپاره دوی ته  تربيه ورکول کيږی، د  بااستعدادو کسانو او مترقی تخنيکی تجهيزاتو د راجلبولو په برخه  کښی  له ملی اقليتونو او قومی سيمو سره مرسته  کيږی  تر څو چه  عنعنوی صنائعو او عنعنوی توليدی شيان  ښه والی ومومی او اقتصادی موثريت يی لوړ شی ،  په کليو او مالدارو سيمو کښی  د علومو او تخنيکونو د  مروجولو سيستم  جوړيږی او بشپړيږی،  هغو فنی کارکوونکو ته چه د  ملی اقليتونو په سيمو کښی کار کوی، د کار  ښې زمينې او د ژوند  ښه سلوک ورکول کيږی  او  د  قومی سيمو  له  علمی او تخنيکی چارو سره  د  پرمختللو سيمو  مرستې پاوړې کيږی ٠  اوس  په  بيلا بيلو قومی سيمو کښی  زيات شمير هغه  انستيټيټوټونه  جوړ شويدی کوم چه  له ملی اقتصاد،  د خلکو له ژوندانه  او  د  ملی اقليتونو له خاصو  اړتياوو سره  اړيکی لری٠ نو په دی اثر  هلته  د مکملو څانګو او  بشپړو علومو او پوهو په  شمول د علمی څيړنو سيستم  او  د  مسلکی او فنی  کارکوونکو صف  رامنځ  ته شويدی ٠

      د  احصائی له مخی،  اوس  د چين له قومی سيمو څخه راغلی  عالمان او انجنيران  يو لکو تنو ته رسيدلی او  له  ملی اقليتونو څخه روزل شوی علمی او تخنيکی کارکوونکی د  هيواد د علومواو تخنيکونو د  ترقۍ د پرمخبيولو دپاره  مهم قوت  ګرځيدلی دی چه ددوی په جمله کښی د علمی اکاډمی او انجنيری اکاډمی  اکاډميشنان او د  علمی څيړنې سرعالمان  شامل دی  او  هغه  بااستعداد کسان  هم  موجود دی  چه د عملی تخنيکونو د مروجولو دپاره  يی  وتلی خدمتونه ترسره کړيدی ٠  مثلأ  د چين  د علمی اکاډمی  مسلمان اکاډميشن وانګ شی ون  په اوږده موده کښی  د  زړو کسانو د  زړه د ناروغيو  په  تداوۍ ، عملی څيړنې او  تعليمی چارو  لاس پوری کوی  او   په چين کښی د يوه نوی علمی څانګې  په حيث د  زړو کسانو په باب د طبی پوهې د پرانيستلو دپاره يی  غوره خدمتونه  ترسره کړيدی ؛ د چين د  انجنيری اکاډمی  اکاډميشنې ميرمن  وۍ يو چه  د  ٌ جوانګ ٌ  له قوم  څخه راغلې ،  د المان  له  يوه مشهور  صنعتی پوهنتون څخه  د انجينری  دوکتور  علمی درجه  ترلاسه کړې او په نړۍ کښی  د  اليکترونيکی بيالوجۍ  او  بيالوجيکی حساب  د نوی طبی ساحې موسسه ده ؛  د کوريايی قوم  زراعتی  علمی څيړونکی پروفيسر جن هوۍ وک  په اوږده موده کښی د  لوبيا د  غوره  تخمونو په  روزې او د  لوبيا د قيسمونو د منابعو  په څيړنې  لاس پوری کوی او  د  ٌ جی لين شلم لمبرٌ  په نامه  د   وړوکی لوبيا  غوره  قيسم   يی  روزلی دی٠