د چين  د ملی اقليتونو تعليمی چارې

中国国际广播电台

     

   تعليم او پوهنه  د علومواو تخنيکونو د پرمختګ بنسټ  ګڼل کيږی٠ د چين حکومت  يو لړ امتيازی  پاليسۍ  په جوړولو او د  خاصو تدبيرونو په نيولو سره  د ملی اقليتونو  تعليمی چارو ته  انکشاف  ورکوی٠ مثلأ :  د ملی اقليتونو  د تعليمی چارو انکشاف  ته  ستر اهميت  او  مرستې  ورکوی او  د قومی تعليمی چارو  د اداره کولو په غرض يی  خاص سازمان  جوړ کړيدی؛  د  ملی اقليتونو خودمختارو ځايونو  ته د  قومی تعليمی چارو د  پرمخبيولو صلاحيت  ورکول کيږی او په دی برخه  کښی د دوی د ځانګړو حقوقو  احترام کيږی ؛ د  قومی ژبو او ادباتو  په باب پوهنې  او په  درس ورکولو په بهير کښی له دوو ډولو ژبو يعنی د  چين  له ملی ژبې  او د ملی اقليتونو له  ځانګړی ژبو څخه استفادې  ته  ستر اهميت ورکول کيږی ؛ د ملی اقليتونو د ليک دودونو بشپړتيا اود ملی اقليتونو  د ښوونکو  روزنې ته  پياوړتيا ورکول کيږی ؛ د تعليمی پانګو او لګښتونو له لحاظه  ملی اقليتونو او قومی سيمو ته  خاص امتيازات  ورکول کيږی؛  د  قومی سيمو او  ملی اقليتونو  د حقيقت  له مخی  ډول ډول  قومی ښوونځی  جوړيږی ،  له ملی اقليتونو څخه د  محصلينو د منلو له لاری د  قومی سيمو دپاره   ماهران او بااستعداد کسان  روزل کيږی او  د  نويو زده کوونکو د منلو او ژوند په  لحاظ  د  ملی اقليتونو زده کوونکو ته مساعد امتيازات  ورکول کيږی او  د  پرمختللو سيمو  په راسمبالولو سره  د قومی سيمو  تعليمی  مرستې  ته ورکول کيږی ٠

       د چين حکومت د ښوونځيو په وسيله د  ملی اقليتونو د سيمو تعليمی چارو ته د انکشاف ورکولودپاره قوی تدبيرونه غوره کړی او له  ټولو شرائطو څخه  په استفادې سره  يی ډول ډول  ابتدائی مکتبونه، منځنی ښوونځی او پوهنتونونه جوړ کړيدی ، دغه راز د قومی خصوصيت  له مخی د  ځانګړی ليک دود لرونکو قومونو په ابتدائی مکتبونو او منځنيو ښوونځيو کښی  زده کوونکو ته  د درس  ورکولو  په بهير کښی له  قومی ژبې څخه استفاده کيږی او د چين  په بيلا بيلو  ښوونځيو کښی  د  ملی اقليتونو د زده کوونکو  شمير ګام په ګام  په  زياتې اندازې سره  زياتيږی ٠ برسيره پردی د  چين د شمال لويديځ ، شمال ختيځ  او  جنوب لويديځ کښی د  ملی اقليتونو د ګڼ شمير خلکو  د اوسيدو په  ټولو سيمو کښی قومی پوهنتونونه او پوهنځی شته او پکښی د  بيلا بيلو قومونو محصلين روزل کيږی ٠

      د  احصائی له مخی ، اوس  د چين  ټول پنځه پنځوس  ملی اقليتونه خپل  محصلين  لری او  ځينی يی  د  مګيستر او دوکتور د علمی درجو د  ګټلو دپاره  اسپرانتان  هم  لری٠

 

 (  عکس :  د چين  مرکزی قومی پوهنتون  )