د چين د ساختمان عمومي وضيعت

中国国际广播电台

     

د چين ساختمان چه ځانګړي خصوصيات لري ، د ځلاند چيني تمدن يوه مهمه برخه ده او د لويديځ او اسلامي ساختمان سره په نړۍ کي د درو لويو ساختماني سيستمونو څخه تشکيلوي . د چين ساختمان  په نړۍ کي يوازني داسي ساختماني سيستم دی چه د لرګيو څخه جوړيږي او  د منطق ، زيبايي ، ارزښت او طبيعت په باب د چينايانو د نظريو ژور څرګندوي دی.د لرغوني کلتوري عنعناتو له مخې د چين د ساختماني هنر عمده  خصوصيات دا دي چه  دغسي ودانۍ د عالي امپراطوري قدرت او سختې طبقه بندي  مظهر دی ، د ودانيو ډله ايزه ښکلا ښکاري ، د طبيعت احترام کوي او متقارن دي .

 پرته د چين د عمده قوم د هان قوم  نه د ملي اقليتونو ودانۍ هم رنګارنګ او ښکلي دي او د چين د ساختماني سيستم  څخه يوه برخه هم ده .

  د ساختماني رنګونو او شکلونو له مخې دچين ساختمان د ماڼيو، معبدونو، بڼونو ، مقبرو او ولسي کورونو په پنځو ډولونو ويشل کيږي .

  په تاريخ کي د چين ساختمان  د هنري خصوصياتو او تخنيکونو له لحاظه له نورو هيوادونو سره  تبادلې ته ډير اهميت ورکړ او د جاپان ، کوريا ، ويتنام او مغولستان په ساختماني رنګونو او شکلونو باندي لويې او زياتې اغيزې اچولي و  او نن ورځ د چين معاصر ودانۍ د عنعنوي سبکونو په ساتلو سره د لويديځ ساختماني هنر او تخنيکونو څخه هم استفاده کوي