باغونه  يا بڼونه

中国国际广播电台
 

د چين بڼونه ډير لرغوني تاريخ  او په نړۍ کي ډير شهرت لري . درې زره کاله دمخه د جو په سلسله کي امپراطوري  بڼ جوړ شو او ورپسي  دچين په پايتختونو او مشهور ښارونو کي ډول ډول بڼونه جوړ شوي دي  چه د چين بڼونه د نړۍ د باغونو له دريو سيستمونو څخه ځلاند مقام  لري .

    د چين بڼونه د امپراطوري او شخصې بڼونو څخه عبارت دي چه د ونو ، چمنونو ، انګړونو ، دهليزونو، مصنوعي ډبرو او جهيلونو ترتيبات ډير برابر او مناسب دي چه منظرې يي ډيرې دلچسپې او په زړه پوري دي .

 
د سو جو بڼونه   
 

د سو جو لرغوني بڼونه چه دوه زره کاله تاريخ لري او په نولس سوه اوه نويم کال کي د نړيوالو ميراثونو په ليست کي شامل شوي ، د چين د بڼونو د جوړولو د هنري خصوصيت مترمرکزه نمونه ده او تر اوسه پوري لس مشهور بڼونه موجود دي  .


تصويرد سو جو بڼونه


د يون مين يون  بڼ
 

د بيجينګ د يون مين يون بڼ په چين کي تر ټولو مشهور امپراطوري باغ  دی او د چين د بيلا بيلو ځايونو د باغونو د هنر ښکارندوي دی او برخه ايزې ودانۍ يي د لويديځ ساختماني سبک لمخې جوړې شوي وې ، خو دغه مشهور امپراطوري باغ  په اتلس سوه شپيتم کال کي د انګريزي او فرانسوي تيري کوونکو لخوا وسوزول شو او بقاياوي لا تر اوسه پاتي دي . د دغه بقاياوو نه پرته د باغ  ځيني برخې اعادي شويدي .  د يون مين يو باغ  بقاياوي د شمال لويديځ  چين په اطراف کي دي او د چينګ په سلسله کي د امپراطورانو د پنځو سياحي باغونو څخه ډير لوي باغ  و او مساحت يي له درو سوو اوه څلويښتو هيکتارو زمکوڅخه اوښتي دي . يون مين يون باغ نه يوازي په هغه وخت کي  د پايتخت نه په بهر کي د امپراطور د موقتي اقامت ډير ښکلي بڼ او ماڼۍ وې ، بلکي د مبلغانو د پيغامونو او راپورونو له لاري  يي په اروپا کي  ډير شهرت موندلي او په اتلسمه پيړۍ کي يي د اروپا د طبيعي منظرلرونکي باغونو په پرمختګ باندي تر يوې اندازې پوري اغيزه اچولي وه .