د مقبرو ودانۍ

中国国际广播电台
 

د مقبرو ودانۍ د چين د لرغوني ساختمان يوه مهمه برخه تشکيلوي ، څرنګه چه په لرغوني زمانه کي د چينايانو په نظر څوک چه مړ شي ، روح  به يي د تل دپاره پاتي وي ، نو د تدفين مراسمو ته په درنه سترګه وکتل شو په تيره بيا د امپراطورانو د تدفين مراسم . د تاريخي بدلون په بهير کي د مقبرو ساختمان د رسم ، خطاطۍ او حکاکي د هنرونو سره يو ځاي شويدی .

     امپراطوري مقبره د چين په لرغوني ودانيو کي ډيره عظيمه  ښکاري او عمومأ د طبيعي عوارضو سره سم د غره په لمن  جوړيږي او کم شمير په دښت کي جوړيږي . د چين  د امپراطوري مقبرې په څلورو خواوو کي ديوالونه ، دروازې او برجونه شته او د مقبرې په وړاندي لاره پرته ده او د لارې په دواړو خواوو کي له ډبرو څخه حکاکي  کسان او ژوي ولاړ دي .     
د  چين د لومړي امپراطور مقبره   
 

د چين د لومړي امپراطور مقبره چه د شان سي ولايت د مرکز سين ان ښار د لي شان غره په شمال کي پرته ده ، دوه زره کاله دمخه چوړ شوه او کيندل شوي د عسکرو او أسونو مجسمې  د نړۍ د اتمې لويې معجزې په توګه شهرت لري او په نولس سوه اوه اتيايم کال کي د نړيوالو ميراثونو په ليست کي شاملې شوې . د نړيوالو ميراثونو کميټې داسي ارزيابي کړي چه د عسکرو او أسونو مجسمې چه د مقبرې په شاوخوا کي تر زمکي لاندي کيندل شويدي ، بيلا بيل صورتونه او بڼې لري او ددوي جنګي أسونه ، ګاډي او وسلې هم کامل راليستي برجسته اثارونه دي او ډير لوړ تاريخي ارزښت لري .

تصوير: د  چين د لومړي امپراطور مقبره

د سي ان ښار په شاوخوا کي د چين د زياتو امپراطورانو مقبرې پرتې دي او پرته د چين د لومړي امپراطور نه د لويديځ هان د يوولسو امپراطورانو او د تان سلسلې  د اتلسو امپراطورانو مقبرې هم په دي ځاي کي واقع دي .


د مينګ او چينګ  د  امپراطورانو مقبرې   
 

   مينګ او چينګ د دوو سلسلو د امپراطورانو مقبرې  په ډير ښه او بشپړ ډول ساتل شويدي . د مين سلسلې د ديارلسو امپراطورانو او درويشتو ملکو او زيات شمير شهزاده ګانو او شهزاده ګۍ مقبرې  د بيجينګ ښار په شمال کي په يوه داسي کوچني حوضه کي واقع دي چه مساحت يي څلويښت مربع کيلو متره دي   

   

 

د چينګ سلسلې امپراطوري مقبرې  چه اته اويا مربع کيلو متره مساحت لري ، په چين کي تر ټولو لويې مقبرې دي او ودانۍ يي هم  تر ټولو لويې او زياتې دي چه پنځه امپراطوران ، څوارلس ملکې ، د امپراطورانو نور سل  تنه ښځې پکي ښخې شويدي .