د  سونګ په سلسله کي ودانۍ

中国国际广播电台

      

    د سونګ  سلسله (نه سوه شپېتم--دوولس سوه نه اتيايم)  د چين په لرغوني زمانه کې داسي سلسله وه چه په  سياسي او نظامي لحاظه نسبتأ ضعيفه شوه ، خو اقتصاد ، لاسي صنايعو او سوداګري  په تيره بيا ساېنس او تکنالوژې يي ډيره ترقي موندلې وه چه په وجه ساختماني چاري  يي نوي مرحلې ته رسيدلي وې . په دي دوره کې ودانۍ د تان د سلسلې د ودانيو په نسبت چه  ډيرې عظيمې وې ، کوچني وې او تزيين يي ډيرې ښکلې وې .

  د سونګ په سلسله کې مغازې د لارو په غاړو کې پرتې وې او د کسبونو په ترتيب قطار په قطار ولاړې . د شمالي سون  پايتخت بيان ليان کټ مټ يو تجارتي ښار و . په همدي موده کي د چين په بيلا بيلوځايونو کي نورې لويې او جګې ودانۍ نه وې جوړي شوي ، خو د ودانيو تزيين او رنګونه د خلکو د توجه وړ کرزيدلي وو ، د شان سي ولايت په مرکز تاي يون ښار کي د جين په نامه معبد کي عمده وداني ددې مودې د ساختماني خصوصياتو نمونه وه .

د خښتو او ډبرو څخه د ودانيو د جوړولو سويه هم پر له پسي لوړه شوي وه  چه عمده ودانۍ يي بوډايي څلي او پلونه وو ، مثلا د جنوبي چين د هان جو په ښار کي د لين يين معبدڅلي ، د هه نان  ولايت د کاي فون په ښار کي د فان په نامه بوډايي څلی او د هه بي ولايت د جاو په ولسوالي کي ديون تون پل  د سون په سلسله کي د خښتو او ډبرو څخه د جوړ شويو ودانيو نښې وې . 

د سونګ په سلسله کي د چين ټولنې او اقتصاد تر يوې اندازې پوري ترقی موندلې وه ،  نو په دي موده کي د هغو باغونو په جوړولو پيل شو  چه هنري مفهوم  ته ډير اهميت ورکړ شوی و . په ننني شو جو ښار کي د څان لانګ  باغ   ددې مودې د ودانيو څخه  يوه نمونه ګڼل کيږي چه په کي طبيعي ښکلا له مصنوعي ښکلا سره پوره پيوسته  شوې او د ودانيو او مصنوعي غرونو ، ونو او ګلانو له لارې يو ډول هنرې مفهوم يا تصور څرګند شوی و .

د سونګ په سلسله کې  د ودانيو د ډيزاين او جوړونې په هکله يو معياري کتاب 

هم چاپ شو چه دا د ساختماني تخنيکونو په باب ځانګړي اثر دی او ددې کتاب په چاپولو سره څرګنده شويده په همدې موده کي د چين  ساختماني تخنيکونه او د ودانيو د جوړولو او اداره کولو سويه نوي مرحلې ته رسيدلې ده .