د يون  په سلسله کي ودانۍ

中国国际广播电台

     

 د يون  سلسله (دوولس سوه شپږمديارلس اته شپېتم کال) په چين کې د مغوليانو لخوا جوړ شوې لوي امپراطوري دولت و ، مګر په دې موده کې د چين د اقتصادي او کلتوري پرمختګ ډير ورو او د ساختماني چارو ترقي هم  د کسادي په حال کې ښکاريده چه زياتره ودانۍ يي ساده وې  .

د يون د  سلسلې پايتخت ننني بيجينګ و او ساحه يي ډيره پراخه وه ، په همدي موده کې يو لړ ماڼۍ او شاهي باغونه جوړ شوي وو چه يوه نمونه يي د ننني باي هاي په پارک کې په يوه جهيل کي د چون په نامه کوچني مصنوعی ټاپو په همدي وخت کي جوړ شو.څرنګه چه د يون حاکمانو په بودايي دين باندي عقيده درلوده  ، نو په دي موده کې ډير معبدونه جوړ شوي وو، په تيره بيا  تبتي بوديزم  نه يوازي په تبت کې ډيره ترقي موندلې ، بلکې د چين په مرکزي ځايونو کي د لاما دين معبدونه هم جوړ شوي وو چه د بيجينګ د مياو اين په معبد کي سپين څلی د نيپالي معمارانو لخوا جوړ شو ٠.

د يون په سلسله کي لرګينې ودانۍ د سون د سلسلې د ساختماني عنعناتو ادامه وه  ، خو د اقتصاد د کمزورتيا او د لرګيو د کمبود له امله د يون په سلسله کې جوړې شوي لرګينې ودانۍ د سون د سلسلي په پرتله د پيمانې او کيفيت له لحاظه کمزوري وې ، خصوصا د چين په شمالي سيمه کې جوړ شوي معبدونه ډير زبر و  او ساختمان يي هم ساده شوي و .

 

تصوير: د سپين لس معبد