د چين د عصري ساختمانې رنګ لرونکي ودانۍ
中国国际广播电台

 

د شانګهاي د هه پينګ هوټل
 

د شانګهاي د هه پينګ هوټل په نولس سوو نهه ويشتم کال کې جوړ شو او پخوا يي   د هوا ماو هوټل په نامه ياديده چه ساختماني سبک يي د شيکاګو د څانګې په اړه د ګوتيد په ساختماني شکل پوري اړه لري  او دغه دولس پوړيزه ودانی اوه اويا متره جګوالي لري . د ودانۍ بهرني ديوالونه يي په ګرانيت ډبرو جوړ شوي او بام يي د اهرام  په شکل ليدل کيږي او په شنو ميسي خښتو پوښل شويدی ، ګرزيدونکې دروازه ، لوي تالار او دهليزونه لرې ، په تالار کي ايتالوي مرمرونه فرش شوي او ستنې يي هم په دغو مرمرونو جوړې شويدي ، د هوټل په هره کوټه  کي ميسي څراغونه ايښودل شوي او د واحدې مخصوصې کوټې سبک په نهو هيوادو ساختماني شکلونو پوري اړه لري چه په نورو هوټلونو کي بيخي نه ليدل کيږي ......... لنډه دا چه ټوله ودانۍ ډيره ښکلې ده او لرغوني او ساده سبک لري ، نو دغه ودانی په ليري ختيځ کې د لومړي ښکلي ودانۍ په نامه شهرت موندلی دی .


د نانجينګ د جون شان مقبره
 

د نانجينګ د جون شان مقبره د چين د  ديموکراتيک انقلاب لوي پيشقدم ډاکتر سون يي سين مقبره ده او د نانجينګ ښار په ختيځ اطراف د جون شان په غره کي پرته ده چه مقبره يي د غره په لمن  طبقه په طبقه جوړه شوي او ډيره عظيمه ښکاري . د مقبره سيمه  د يوه لوي ساعت غوندي ده  او د ساعت په سر کي د لمن په لاندني برخه کي د نيمې مياشت په شکل ميدان دی ، مقبره د جنوب نه شمال ته ورو ورو جګيږي چه لومړي ميدان ، ور پسې ډبرين طاق ، د مقبري لاره او دروازه ، کتيبې ، قربانګاه او د تابوت کوټه تر سترګو کيږي . دغه مقبره چينايي او اروپايي ساختماني شکلونه لري او د جون شان غره د مقبرې له ډول ډول ودانيو سره يو ځاي شويدی چه  شنه باغونه او ارتې ډبرينې طبقې په منځ کي ليدل کيږي چه ډير عظيم او جدي ښکاري او د چين په مدرن ساختماني تاريخ کي  د لومړي درجه مقبري په توګه شهرت لري .

 

(د نانجينګ د جون شان مقبره )


د خلکو لوي تالار
 

د خلکو لوي تالار د بيجينګ د تيان ان من ميدان په لويديځ  کي پروت دی او د چين د دولتي مشرانو او خلکو دپاره د سياسي او ديپلوماتيکو فعاليتونو د تطبيق ځاي دی او د چين له مهمو نمونوي ودانيو څخه هم شميرل کيږي . دغه لوي تالار په نولس سوه نهه پنځوسم کال کې جوړ شو او ساختماني مساحت يي يو لکو اوياوو زرو مربع مترو ته رسيدلې دی ، د خلکو لوي تالار ډير لوي او عظيم دی ، د بام ژۍ يي په ژيړ او شنو اجرونو ښکلې شوې ، د تالار په شاوخوا کي ستنې ډيري جګې دي چه دغه تالار د تيان ان من ميدان د نورو ودانيو سره يوځاي  شويدی . د تالار مخکيني دروازه د تيان ان من ميدان ته مخامخه ده او د دروازې په پاسني برخه باندي ملي نښان ځوړند دی او د پنځه ويشتو مترو په لوړوالې د مرمرو  دوولس ستنې په مخ کي ولاړې دي چه نازک  خړ رنګ لري ، د دروازې په دننه يو مرکزي سالون دی او د سالون په شا کي د شپږ اوياو مترو په پلنوالي او د شپيتو مترو په ژورتيا د غونډې لوي تالار دی چه لس زره تنه پکي ځاييږي ، د غونډې د تالار په شمال کي د پنځو زرو تنو ميلمنو په شمول د ميلمستيا لوي تالار دی . د خلکو په لوي تالار کې له سلو نه زيات فرعي تالارونه او د غونډو کوټې شته او هر تالار او کوټه ځانګړي شکلونه لري . د ساختماني سبکونو له نظره د خلکو لوي تالار نه يوازي د چين عنعنوي ډيزاين ساتلې دی ، بلکې د خارجي هيوادو غوره  ساختماني سبکونه يي هم منلې دي .

 

د بيجينګ د شيان شان هوټل
 

د بيجينګ د شيان شان هوټل د بيجيګ په لويديځ کې د شيان شان په پارک کي دی او په نولس سوه دوه اتيايم کال کې جوړشو چه د امريکې د بي يي مين د مشهورې ساختماني څانګې لخوا طرح شويدی .په دې هوټل کې د چين د باغونو ساختماني سبک ليدل کيږي او  هوټل  د غره په لمن کي جوړ شو او ديوالونه يي تک سپين رنګ لري . دغه هوټل د کلا په شکل دی او ساختماني تقسيم  او ترتيبات يي د جنوبي چين د باغونو په شان دي چه ډير ظريف دي او هم د شمالي چين  د باغونو غوندي دي چه انګړ يي ډير لوي دي او مصنوعي غره ، جهيل ، ګلونه  او  ونې ترسترګو کيږي ، ټوله ودانې هم د چين د عنعنوي باغ لرونکي ساختماني سبک سره سمون خوري او هم د توريستانو د پاره هم ډيره مساعد دی . د شيان شان هوټل  په نولس سوه څلور اتيايم کال کې د امريکي د ساختماني ټولنې لخوا افتخاري جايزه اخيستي وه .


د چين هوا پوهنتون  نوي کتابخانه  

  د چين هوا پوهنتون نوي کتابخانه په نولس سوه يو نويم کال کې جوړ شو او د هغو دوو کتابخانو سره يو ځاي شويدي چه يو يي په نولس سوه نولسم کال  او  بل يي نولس سوه يو دېرشم کال کې جوړ شوي و او په پوهنتون کي تر ټولو لويي ودانۍ دي .  نوي وداني څنګه د زوړ ودانيو سره يو ځاي په هماهنګ ډول موجود دی ، د هرې نوي ودانۍ د طراح په وړاندي پرابلم دی ، د چين هوا پوهنتون نوي کتابخانه ددې پرابلم د حل په ساحه کي ډيره بريالي ده ، نو دغه وداني د تيرې پيړۍ په نهمه لسيزه کي د بيجينګ  د لويو ودانيو څخه وشميرله شوه .
 

                                                                      د خارجي ژبو د تدريس او څيړنې د مطبعې وداني

دا وداني د دفتر ، سوداګري او پذيرايي په شمول يوه مجموعي وداني ده او ساختماني شکل يي په ختيځ اولويديځ کلتور پوري اړه لري . ددې ودانۍ رنګ او بهرني تزيين يي ډير ښکلي دي او د بوه ښيښه يي ديوال په واسطه فواره  په داخلي او بهرني دوو برخو ويشل شويده  او د هوايي دهليز له لاري د دي ودانۍ دوه برخې يو ځاي شويدي چه په نتيجه کي يو بهرني انګړ رامنځته شويدی ، لنډه دا چه دغه ودانۍ ډير ښکلي او عظيمه ده او د تيرې پيړۍ په نهمه لسيزه کي د بيجينګ ښار د لسو مشهورو او لويو ودانيو څخه شميرل کيږي .



د شانګهاي د جين ماو  وداني  
 

  د شانګهاي د هوان پو سيند په ختيځه غاړه د جين ماو ودانی ولاړه ده چه د چين د لومړني جګې ودانۍ په توګه ګڼل کيږي او د نولس سوه نه نويم کال د اګست په مياشت کي ددې ودانۍ په جوړولو پيل شو . د جين ماو ودانی  څلور سوه شل متره جګوالي او اته اتيا پوړونه لري چه په نړۍ کي د دريمې لوړې ودانۍ په نامه ياديږي . ددې ودانۍ عمومي مساحت دوو سوو نويو  زرو مربع مترو ته رسيدلې او د سياحت ، سوداګري ، دفتر ، غونډې ، نندارتون ، ساعت تيري ، رستوران  او د شيانو اخيستلوڅخه ګټې اخيستل کيږي .

  ددي ودانۍ ډيزاين او جوړونه  د چين د ساختماني سبک او د عصري ساينس او تخنيک د استعمالولو ترمنځ  د کامل پوستون نمونه ده او د چين په ساختماني تاريخ کې بي ساري ريکاردونه او مثالونه ټينګ شويدي ، نو دغه وداني د عصري ساختماني هنر کلاسيک اثر هم ګڼل کيږي  او په نړۍ کي د لومړي درجه وداني ده چه د چينايانو لخوا په خپله  مقاطعه او جوړه شويده .