د چين  مشهور معماران  

中国国际广播电台

 ليان سه چن

     

    ليان سه چن  (  نولس سوه لومړی--نولس سوه دوه اويايم)له نولس سوه پنځلسم  کال نه تر نولس سوه درويشت کاله پوري د بيجينګ د چين هوا په پوهنتون کي درس ولوست ،  په نولس سوه اوه ويشتکال کې يي د امريکې په بيسيفانيا پوهنتون کي د ساختماني ماستري علمي درجه لاس ته راوړه او په نولس سوه اته څلويښتم کال کې يي د امريکي په پوليستون پوهنتون کي د افتخاري ډاکتري درجه تر لاسه کړه ،هغه د اوږدې مودې دپاره د ساختماني علم په  ښوونې بوخت و او ستر خدمتونه يي سر ته ورسول . د علمي څيړنو په ساحه کي ليا سه چن د تيري پيړۍ له دريمي لسيزي نه د چين د لرغوني ودانيو سيستماتيک تحقيقات او څيړنې سر ته ورسولې او په دې هکله يي ډير زيات کتابونه او تيزيسونه وليکل چه دغه ټول أثار ډير لوړ علمي ارزښت لري . دغه راز هغه د بيجينګ د ښاري پلان او د ودانولو د ډيزاين په باب ډير مهم وړانديزونه وکړل او د ښاري پلان په جوړولو کي يي برخه واخيستله ، برسيره پردې هغه د هيوا د ملي نښان ، د ولسي قهرمانانو د څلې ، د يان جو په ښار کي د جين جن راهب د يادونځي  د ډيزاين په کارونو کي هم  ګډون وکړ. ليان سه چن  داسي معمار و چه لومړي يي د لرغوني ودانيو په تحقيقاتو او څيړنو او د ساختماني اسنادو د راټولولو او منظم کولو په برخه کي له علمي ميتودونو څخه استفاده وکړه  او دده علمي اثار  د چيني او خارجي کارپوهانو د توجه وړ ګرزيدلي او د چين په ساختماني ټولنه کې ډير ارزښتناک ميراث هم ګڼل کيږي.

 

وو ليان يون

      

     وو ليا يون  په نولس سوه دوه ويشتم کال کې وزيږيده او د بين المللي ساختماني ټولنې د مرستيال دنده په غاړه واخيستله ، د نړۍ د هستوګنې د ټولنې رييس  هم دي او د نوي چين د ساختمان او ښاري پلان  په برخه کي له پيشقدمانو څخه شميرل کيږي . هغه  په دې هکله سيستماتيک خيال او پيشنهادونه وړاندي کړي او د چيني خصوصيت لرونکو ودانيو  د جوړولو او د ښاري پلان  د تعليمي سيستم  د تاسيسولو په ساحه کي يي ډير ستر خدمتونه تر سره کړيدي . هغه ولسي کورونه چه دده لخوا ډيزاين شوي ، په نولس سوه دوه نويم کال کې يي د م م لخوا د انسان د هستوګنې جايزه ، د اسيا د ساختماني ټولنې لخوا د غوره ډيزاين  طلايي ميدال او د چين د ساختماني ټولنې لخوا د غوره خلاقيت جايزه  اخيستې ده .



جان کاي جي

    

     جان کاي جي په نولس سوه دولسم کال کي په شانګهاي کي زيږيدلې او په نولس سوه پنځه دېرشم کال کې يي د نانجينګ د مرکزي پوهنتون  له ساختماني څانګې څخه د فراغت نه وروسته د بيجينګ د ساختماني ډيزاين د انستيتوت  د سرمعمار ، د بيجينګ ښاروالي د ساختماني چارو د سلاکار او د چين د ساختماني ټولنې د مرستيال دندې په غاړه اخيستې دي .  د چين د ساختماني چارو وزارت  په نولس سوه نويم کال کې هغه ته د نامتو معمار لقب  ورکړ او  د تيان ان من د تشريفاتي ستيج ، انقلابي او تاريخي موزيمونو ، د ملي ميلمستون او د بيجينګ رصدخانې د ډيزاين په کارونو کي ګډون وکړ .


يان تين باو

  

   يان تين باو (نولس سوه لومړی_نولس سوه دوه اتيايم ) په نولس سوه يوويشم کال کې د چين هوا پوهنتون څخه د فراغت نه وروسته امريکي ته لاړ او د پيسيفنيا په پوهنتون کي شامل شو ، هغه د ټولې امريکې د معماري څانګې د زده کوونکو د ډيزاين په مسابقه کې لومړي درجه جايزه واخيستله او په همدي کال کې يي د امريکي د ښاروالي هنر د ټولنې  لخوا لومړي درجه جايزه هم لاس ته راوړه . د تيرې پيړۍ له دوهمې لسيزي نه يان تين باو د فون تيان د  اورګاډي د ستيشن ، د ترانسپورت بانک ، د نانجينګ مرکزي روغتون ،د چين هوا پوهنتون د کتابخانې د پراخوالي پروژې ، د بيجينګ د هه پين هوټل ، دغه راز د بيجينګ د خلکو د لوي تالار ، د بيجينجګ د اورکاډي ستيشن ، د بيجينګ کتابخانې ، د ماو ځه دونګ د يادونځي او  داسي نورو ودانيو د ډيزاين په کارونو کي برخه واخيستله او د تعليمي چارو په ترڅ کې يي زده کوونکو ته ډيرې  ښې پوهنې ورکړيدي .