د ايکولوژيکي چاپيريال وضعيت

中国国际广播电台

 

    د ځنګلونو پوښل

 

د ډيرو کلونو نه راهيسي   په چين کې  د ځنګلونو د ساتنې او  د ونو د ايښودلو په برخه کې  د ليدو وړ موفقيتونه  تر  لاسه شوي دي ٠  داړوندو ارقامو له مخې  تر  دوه زره دوهم کاله پوري  په چين کې  د مصنوعي  ځنګلونو مساحت  له  شپږ څلويښتو مليونو هکتارو  نه اوښدي  و  او  د نوموړو ځنګلونو د جوړيدو سرعت  او پيمانه   په ټوله  نړۍ لومړنې مقام  ونيوه ٠ د وروستيو کلونو نه راهيسي  په چين کې   په وښو او ونود پوښل شويومځکو  مساحت  په چټکۍ سره  پراخ شوي  دي ٠ په  ١٩٩٨ کال  کې  په سلو کې   څوارلس  ځمکې  په  ځنګلونو پوښل شوي ، خو  تر  ٢٠٠٢ کاله پوري  دغه رقم  په سلو کې  شپاړلس عشاريه پنځه پنځوس  ته اوچت شوي دي  او  د ځنګلونو عمومي  مساحت  يو سلو اته پنځوس مليونو هکتارو ته رسيدلي  دي ٠ د دوامدارې  پرمختيا او د   سمسور چين د  ابادولو په باب  د چين د اوږدي مودي  د پلان سره سم  چين به  کوشش وکړي چه  تر  ٢٠١٠ کاله پوري  په چين کې  د ځنګلونو د پوښل کيدو ميزان  په سلو کې  شلو ته اوچت شي ٠

د مځکې صحرا کيدل

 

چين  په نړۍ کې  له  هغو هيوادونو څخه دي  چه  د صحراکيدو له ډير  سخت تاوانونو سره مخامخ دي ٠ که څه هم   په دي وروستيو کلونو کې  د چين په  برخه ايزو سيمو کې  د شګو د پراختيا  د مخنيوي  او  د ايکولوژيکي  چاپيريال  د ښه والي  په  هکله   د ليدو ړو ثمرونه  تر لاسه شوي  ،  خو  د عمومي  لحاظه  په چين کې د مځکې د صحراکيدو تمائل تر اوسه پوري  تر موثر کنترول  لاندې نه دي راغلي  ، مځکې  لا د خرابيدو او  د صحرا مساحت لا  د پر له پسي  پراخيدو په حال  کې دي ٠ د  چين  د مځکې د صحرا کيدو د دوهم  ځل   پلټنې له  نتيجې  څخه  چه په  ١٩٩٩ کال  کې  خپره شوې ، ښودل شوي چه  په ټول هيواد کې  د صحرا کيدو  عمومي  مساحت  له  يو  مليون اوو لکو څلويښتو زرو مربع کيلو مترو نه اوښتي  ؤ  چه دغه رقم  د هيواد  د  مځکو د عمومي مساحت نه  نژدي  په سلو کې  شل  برخه ونيوله   او دغه مساحت   لا هم هرکال  نژدي  د درو زرو څلور سوو مربع کيلو مترو د زياتوالي په  سرعت سره  پراخ  کيږي ٠  اوس  په  چين کې  د نژدي  يو سلواويا مليونو تنو  وګړو  توليدات  او ژوند د صحراکيدو له  سخت ګواښ سره مخامخ  دي  او  په دي اثر  رامنځ ته شوي  مستقيم اقتصادي تاوانونه هر کال  له څلور پنځوس  مليارډو ژن مين بي  يوانو  نه اوړي   ٠

د اوبو او خاورو بي ځايه بهيدل  

 

 د اوبو او خاورو بي  ځايه بهيدل   د چين د مځکني منابعو د ويجاړيدو په هکله  هغه  ژئولوژيکي  افتونه او محيطي مسئله ګڼل کيږي  چه تر ټولو نه  ډير ليدل کيږي  چه  په دي  جمله کې  د هوانګ تو په نامه  د  لوړې  دښتې  په سيمه کې  ډير سخت  تاوانونه پيښيږي   او له دي امله  رامنځ ته شوي  تاوانونه  يي  تر ټولو نه  زيات  دي ٠  په چين  کې د اوبو او خاورو د  بهيدو  عمومي حالت  په دي  ډول  دي چه   برخه ايز نوموړي  مصيبتونه  تر اداري  او کنترول لاندې  راغلي ، خو عمومي  مصيبتونه  پراخ شوي دي ٠ اوس  د چين  يو په  دريمه برخه کرل شوي  مځکې  د اوبو او خاورو د بهيدو  له مصيبتونو سره مخامخ  دي  او هر کال د  سيلابي شويو خاورو عمومي  اندازه  څه د پاسه  پنځه مليارډه  ټنو ته رسيږي  د دغې  اندازې له مخې  که چيري   د ټول هيواد د کرل شويو مځکو نه  د يوه  سانتي مترو  په اندازه  پاسنې خاورې  له منځه  يووړل  شي  نو د وړل شويو عضوي  ماده به  د څلويښتو مليونو ټنو په اندازه  د معياري  کيمياوي  سرو  سره برابره وي  ٠د اوبو او خاورو د بهيدو عمده علتونه  د مځکو  نا معقول کرل  او د طبيعي نباتاتو  له منځه وړل  دي ٠ په چين کې  په  غرنيو او کوهستاني  سيمو کې د کرل  شويو مځکو عمومي مساحت  نژدي  ديرش  مليونو هکتارو  ته رسيدلي  ، خو  نژدي  شل مليونه هکتاره مځکه  يي تر بيلې بيلې اندازي پوري  د اوبو او  خاورو د  بهيدو  تر زيانونو لاندې  ده   ٠

 لنده ځمکه

په  چين کې  د لندې ځمکې  عمومي مساحت  نژدي  شپږ شپيتو مليونو هکتارو ته رسيدلي  چه په کې سيندونه او جهيلونه  شامل  نه دي ، نوموړي مساحت  د نړۍ د  لندې  مځکې  د عمومي  مساحت  په سلو کې  لس   برخه نيسي  او  په اسيأ کې يي لومړي  لمبر او  په  نړۍ کې يي  څلورم  مقام  نيولي دي  ٠  په چين  کې  د لندې مځکې  د مهم اهميت  په هکله  د  معلوماتو  په زياتيدو سره  د  تيرې پيړۍ له نهمې  لسيزې  نه  راهيسي  چين  د لندې ځمکې  د ساتنې  او استعماليدو  په برخه کې  يو لړ موثر  تدبيرونه  غوره  کړي دي  او تر  يوې اندازي پوري  لندې ځمکې  او  د اړوندو موجوداتو متنوعيت   تر  ساتنې  لاندې   راغلي دي ٠ خو  د چين د نفوس  د زياتوالي  او د اقتصاد د چټګ پرمختيا له امله  د  زياتو لندې ځمکو  منابع د انسان له  خوا  استعمال  شوي  چه په نتيجه کې  زياتې  لندې  ځمکې او اړوند موجودات   ويجاړ او وران شوي  دي ٠  د وروستيو څلويښتو کالو راهيسي  په  چين کې د  ساحلي  لندې  ځمکې  په سلو کې  نژدې  پنځوس  برخه   له منځه يووړل شول ٠ همداشان  په ټول هيواد کې  تقريبأ په سلو کې  ديارلس  فيصده جهيلونه ،  د شمال ختيځ چين  د هي لونګ جان  د  سان جيان دښت  په سلو کې  اته اويا فيصده طبيعي باتلاقي لندې  ځمکې  له منځه  وړل  او  د منځني  چين   د هونګ هو  په مشهور  جهيل کې  د اوبو  د نباتاتو  څلير ويشت قسمونه ،  د کبانو پنځوس  قسمونه کم شوي  دي ٠ دغه راز د لندې ځمکې  خرابول  به  د محلي ځاي  د اقتصاد  پرمختيا او  د اوسيدونکو د ژوند چاپيريال  ته  سخت زيانونه او تهديد هم ورسوي  ٠ اوس  د لندې  ځمکې  او د اړوندو موجوادتو ساتنه  د چين  د حکومت او خلکو د زياتې توجه وړ مسئلې ګرځيدلې ده ٠