په  چين کې  د طبيعي موجوداتو  ډولونه

中国国际广播电台

 

د ژويو او نباتاتو  مختلف  ډولونه

په  مځکنې کره کې  چين  له  هغو هيواونو څخه دي  چه  د طبيعي موجوداتو ډولونه يي  ډير  دي٠ په چين کې  نادره  تباتات او  حيوانات په  جلا جلا توګه  څه د پاسه  ديرش زرواو شپږ زرو درو سوو اوه څلويښتو  ډولونو  ته رسيدلي او  په جلا جلا توګه  په  نړۍ کې  د ژويو او تباتاتو  د عمومي شمير  په سلو کې  لس او څوارلس  برخه نيسي ٠دغه راز  د چين  د مځکې ايکولوژيکي سيستمونه  هم  بيلا بيل  دي  چه ډولونه يي  پنځو سوو نهه نوي  ته رسيدلي دي ٠  په چين  کې  نه يوازي  وحشي  موجودات او ايکولوژيکي  سيستمونه   ډير  غني  ښکاري  بلکه  د روزل شويو نباتاتو او حيواناتو  ډولونه  يي  هم ډير زيات  دي ٠  نو  ويل  کيږي چه  په چين کې  د حيواناتو او نباتاتو منابع  ډيرې غني  ښکاري   ٠ ( عکس   د چين  قيمتي  وحشي  ځناور __ لوي  پندا )

 

  په  نړۍ کې  د له منځه تللو په حال کې  نباتات او حيوانات

 له دي امله  چه  د ځنګلونو منابع  ډيرې کمې  شوې  او  د وحشي  حيواناتو او تباتاتو د اوسيدو او ودې  ځايونه  خراب شوي ، په  چين کې  ډير  ارزښناک ځناور او نباتات   له دنيا څخه  د  له منځه تللو په حال کې دي ٠  د ابتدايي احصايي له مخې  په  چين کې   نوموړي  حيوانات او نباتات  د وحشي  ډولونو د عمومي شمير   په  سلو کې  له پنځلس  نه تر شلو  پوري  برخه  نيسي ٠  اوس  په  چين کې نژدي  دوه سوه  ډوله  ځانګړي نباتات او ژوي  له  مځکنې کرې نه له  منځه  وړل  شوي دي  ٠ بر سيره پر دي  څه د پاسه  دري سوه ډول   فقاريه  مځکني حيوانات  او تقريبأ د څلور سوو لس  ډولو  اود  ديارلس  قسمونو  نباتات او وحشي  نباتات  د له منځه تللو په حال کي دي ٠  لکه  د جنوبي  چين د هاي نان  د اوږدو  لاسونو لرونکي  بيزو   او د هاي نان تور  خرس  ډير  لږ  ليدل  کيږي  ٠  بر سيره پر دي  ځيني   ارزښناکې ونې  د له منځه وړلو په حال کې دي  ٠ همداشان   لکه وحشي  اسونه ،د شينجيان  ببر  په شمول  څه د پاسه شل ډوله  قيمتي  وحشي حيوانات  اوس  له منځه  تللي  دي ٠

 

 له بهر نه  داخل شوي  ډول ډول  مضيره نباتات  او حشرات او  ژوي له بهر نه  داخل شوي  انواع  يعني   د محلي سيمې  په انواعو پوري اړه نه  لري  ، خو  نوي  ايکولوژيکي  سيستم ته  د داخليدو نه وروسته  شمير  يي  په  چټکۍ سره  وده  کړي  او پراخ شوي  او  د محلي  ځايونو  طبيعي چاپيريال ، د انسان روغتيا  او  اقتصادي  پرمختيا ته   ستر  زيانونه  يي رسولي دي ٠  د شلمې  پيړۍ له اتمې  لسيزي نه راهيسي  د چين او د بهرنيو هيوادونو  ترمنځ د  تماسونو په زياتيدو او  د چين د اقتصاد په  چټکې  پرمختيا سره   له بهر  نه  چين ته  داخل شوي  مضيره نباتات او حشرات  په شکاره توګه زيات شوي دي ٠ اوس  د چين  په نژديو ټولو ولايتونو ، خودمختارو سيمو  او  لويو ښارونو کې  له بهر نه  داخل شوي  مضيره نباتات او حشرات  پيدا کيږي   چه  دا  د چين  د طبيعي موجوداتو د ډولونو او  د ايکولوژيکي چاپيريال  ته  تاوانونه ،  په تيره بيا دبحر نه  د ټيټې سطحي  سيمې  او د ګرمي  منطقې د  ټاپوګانو ايکولوژيکي چاپيريال  ته  يي ډير  سخت زيانونه  رسولي دي ٠  د ٢٠٠٣ کال  د جنوري په مياشت کې  د چين  د چاپيريال  د ساتنې   عمومي  اداري  او  د چين  د علومو  اکاډمې  د پلټنې  نه وروسته  اعلان وکړ چه  د امريکې  د سپينې پروانې  ،  د افريقې د لوي خلزون   او د لوي   قورباغه  په شمول له بهر نه  څه د پاسه  شپاړلس  ډوله مضيره نباتات او حشرات د لومړې ډلې  په  تور ليست کې  شامل  شوي دي ٠