د ککړتيا  مخنيوي او اداره کول

中国国际广播电台

      

 د وروستيو کلونو نه راهيسي په  چين  کې  يو شمير هغې  سيمې  د چين د حکومت  له خوا يي  د ککړتيا مسئله يي ډيره سخته پيژندل شوي  ده او بايد تر جدي اداري لاندې راشي  ٠ په دي  هکله  په   سيندونو کې د ککړ شويو اوبو د پاکولو  په باب  پلان  ، د ادارې  اړوندې پاليسۍ، د فاضله موادو د ايستنې د کنترول  پاليسۍ   طرح  او عملي شوي دي  ٠د ٢٠٠٢ کال  تر پايه پوري  حکومت  د يانځي  سيند د درو تنګناوو د اوبو د  بند د شاخواوو سيمو  د چاپيريال  د ساتنې  پاره  څه د پاسه  څلويښت مليارډه  ژن مين بي  يوانه  اچولي دي ٠  په  ٢٠٠١ کال کې  په نوموړي سيمه کې هغه  اوه ديرش  تصدۍ چه  د ککړتيا د رامنځته کيدو عمده منبع  ګڼل  کيدې، منحل  شوي دي ٠  د نوموړي  بند  په  شاوخواو سيمو کې  د فاضله موادو دعمده سرچينې په توګه  د شپيتو تصديو له خوا د ايستل شويو  نا پاکو اوبو اندازه  د ٢٠٠٠ کال  په نسبت  په سلو کې  پنځلس  اعشاريه  شپږ  کمه  شوې ده ٠ دغه راز له نوموړو تصديو څخه  د غورځول شويو موادو عمومي اندازه   صفر  اعشاريه اته  لس زرو ټنو ته  رسيدلي دي ٠  همداشان  له  ٢٠٠٢ کال  نه  د چين د تاي هو  د جهيل د ککړتيا  د ليري کولو هغه  پروژه  پيل شوي  چه  له يانځي  سيند نه   نوموړي  جهيل  ته  چه   مساحت يي   شپږ ديرش  زرو نهو سوو مربع کيلو  مترو ته رسيدلي ، پاکه او خوږې اوبه يي انتقاليږي  ، د دغې  پروژۍ د پيل  نه راهيسي  د تاي  هو  په جهيل کې  د اوبو کيفيت  په ښکاره  توګه  ښه شوي دي  او  په  اوبو کې  د فسفر، نيتروژن او د پرومنګنات او پتاسيم  د موادو اندازه  د مخکنيو څلورو کالونو په نسبت  په  جلا جلا توګه  په سلو کې  شپږ پنځوس  ،  په سلو کې  پنځه ويشت  او په سلو کې  نهه  ټيټه شوې ده ٠  په  دي  اثر   د شانګهاي  ښار  د څښلود اوبو  کيفيت  چه   د تاي  هو له  جهيل  نه انتقاليږي ،  په  ښکاره  توګه  اوچت  شوي دي  او  څه د پاسه لس مليونو خلک له دي اوبو  نه ګټې  اخلي

دغه راز  په  عين وخت کې  د ټول  هيواد په  چوکاټ  کې  د هوا د کيفيت  د نظارت  او  اداره کولو  کارونه هم   تر سره شوي  دي ٠  په ٢٠٠٢  کال  کې  د  چين  په ټولو ښارونو کې  د هوا کيفيت  په  دوامداره  توګه  ښه والي موندلې  دي ٠  له  هغو  درو سوو نهه ديرشو  ښارونو څخه  چه  د  هوا کيفيت  يي   د چاپيريال  د ساتنې  د اداري  تر  نظارت لاندې  وو ،   په  يو سلو  اوو لسو ښارونوکې   د هوا کيفيت  د هيواد له  خوا  ټاکل شوي  دوهمې  معياري  درجې  يا  له دي  نه  لوړې  درجې  ته  رسيدلي  دي  چه  په دي  جمله کې  د جنوبي  چين  د هاي  کو ،  سان يا او ځاو چن په شمول  د لسو ښارونو د  هوا کيفيت  لومړني  معياري درجي ته رسيدلي  دي ٠  بر سيره پر دي  د چين  د مرکز بيجينګ  د هوا د څارنې کولو  په کارونو کې  هم  د ليدو  وړ  موثريت  ترلاسه شوي دي ٠  په ٢٠٠٢ کال کې  د   بيجينګ په  ښاري سيمه کې   د هغو ورځو شمير  چه   د هوا کيفيت   يي  دوهمې  درجې  ته  يا  له  دي نه لوړې  درجې  رسيدلي   ، دوه سوه يو  ورځو  ته  رسيدلي  دي  او د ٢٠٠١ کال  په نسبت  يي نولس  ورځې  زياتې شوي دي ٠ همداشان  د هيواد  په زياترو ښارونو کې  د موټرونو  له خوا خپور  شوي  ګاز او دود  د اروپا   لومړي  نمبر ميعار ته  رسيدلي دي ٠ اوس په چين کې   د بيجينګ په شمول   يو شمير لوي  ښارونه په  دي کوشش کوي چه  د هوا کيفيت يي د اروپا  د دوهم نمبر   معيار  ته  ورسيږي