د طبيعي  موجوادتو د ډولونو ساتنه

中国国际广播电台

      

 چين د هغه هيواد په  حيث  چه  په نړۍ کې  نسبتأ  د نورو هيوادونو نه مخکي  د طبيعي  موجوداتو د ډولونو د ساتنې  په  کوانسيون کې يي لاسليک کړي دي،  تل  په  فعاله توګه  د نوموړي کوانسيون  په اړوندو بين المللي چارو کې  برخه  اخلي  او  د نوموړي کوانسيون  د تطبيقيدو په هکله  د  اړوندو مهمو مسئلو په باب  نظريي يي څرګندې کړي دي ٠ دغه راز چين  په نړۍ کې  له  هغو لږو شمير هيوادونو څخه دي  چه  تر ټولو نه لومړي  د نوموړي کوانسيون  اړوند عملياتي  پلان  يي بشپړ کړي  دي  ٠  لکه  په ١٩٩٤ کال کې  په  چين کې د طبيعي موجوداتو د ډولونو د ساتنې  عملياتي  پلان     طرح  شوي  دي ٠  د نوموړي پلان  په  تطبيقيدو سره   په چين کې  د ايکولوژيکي چاپيريال  د ساتنې   بيلا بيل  فعليتونه  د اړوندو مقرارتو سره سم  ترسره شوي دي  ٠ دغه راز د وحشي  ژويو د ساتنې  د قانون سره سم   د وحشي  ژويو د منابعو د ورانولو  جرمونو ته  به  سزا ورکړي شي  چه  په دي جمله کې د اعدم  سزا هم  شامله  ده ٠

 

د چين د حکومت اړوندې څانګې  د طبيعي موجوداتو د منابعو ساتنې  ته ډير متوجه دي    ٠ د ٢٠٠٣ کال  په جنوري کې  د چين  د علومو اکاډمې په   پيشنهاد  هغو وحشي  ژويو ته  چه په  نړۍ کې  د له منځه تللو په حال کي دي ،  د نجات ورکولو  پروګرام   پيل شوي دي   ٠  د نوموړي  پروګرام  له مخې  په   پنځلس کالو کې  به  د هغو نباتاتو قسمونه  چه  د هيواد په  دوولسو نباتاتي  باغونو کې  ساتل شوي ،  له   ديارلسو زرو نه  يو ويشتو زرو  ته  زيات  شي  او د  نباتاتو  يو داسي  لوي    باغ  به جوړ شي  چه  عمومي مساحت  به يي  څلور سوه  اته پنځوس  مربع کيلو متره وي  او په  نړۍ کې به   تر ټولو نه  لوي  وي ٠ د نوموړي  باغ د جوړولو په  هکله  د له منځه وړلو په حال کې  او ډيرو ارزښناکو هغو نباتاتو د راغونډولو  له پاره  لګول شوي پيسي  به  څه د پاسه  درو سوو مليونو  ژن مين  بي يوانو ته ورسيږي ٠

 

د نوموړي پروګرام د پيل  نه راهيسي  ارزښناکو وحشي ژويو ته د نجات ورکولو  په  عملياتو کې  ابتدايي  ثمرونه  ترلاسه شوي دي ٠  اوس  په چين کې  د وحشي ژويو  د تکثير  دوه سوه پنځوس  مرکزونه  جوړ شوي دي  چه  پکې  د لوي پندا او د سور تاج لرونکي لګ لګ  په شمول   اوو لويو ژويو ته د نجات ورکولو  پروګرامونه  تر سره شوي دي  ٠   لوي پندا  د چين  د ملي  خزانې  په توګه  او  د ژويو  د ژوندي فسيل  په حيث  هم ګڼل  کيږي ٠  اوس  په چين کې   وحشي  پينداګانې  له  زرو  نه زيات  ساتل شوي او  د ژوندانه  چاپيريال  يي  په مداومه توګه  ښه شوي  دي ٠ د سور تاج لرونکو لګو لګو  شمير  له  اوو نه اوس  دوو سوو پنځوسو  ته زيات شوي دي ٠  سر بيره پر دي  د مصنوعي  روزنې  له لارې  د يانځي  سيند  د اشک شمير  نژدي  لس  زر  ته  رسيدلي ،  د هاي  نان هوسۍ له  شپږ ويشت نه  څه د پاسه  اوو سوو ته زياتې شوي  دي ٠ همداشان  هغه ببر چه  د اوږدي مودې  نه راهيسي  نه دي  ليدل شوي  ،  په  دي وروستيو کلونو کې  کله  نا کله  د چين  په  شمال ختيځه  ،  منځني  ختيځه  او منځني  جنوبي سيمه کې هم ليدل کيږي ٠  دغه راز  د سپين  وزرونو لرونکو د لفينولو  د مصنوي  تکثير  په باب  د څيړنې کار   هم  د پياوړي کيدو په حال  کي دي ٠ په دي  وروستيو کلونو کې  د غير  قانوني  ښکار کونکو کړو وړو سره  د کلکې  او  دوامدارې مبارزې له لارې  او  د وحشي ژويو د ساتنې  په هکله  د بيلا بيلو بين المللي سازمانونو په  مرستو او ملاتړ  د چين  تبتي  وحشي  ګوزنونه   چه  پخوا  د  سختې  غير  قانوني  وژنې  له امله  په.چټګۍسره  کم شوي ؤ ،  اوس   د اوياو زرو په شاخوا کې  ساتل شوي دي ٠