تر ساتنې لاندې  د طبيعي  سيمې  ودانول 

中国国际广播电台

      

 د چين د ګوان تونګ ولايت د  ځاو چن  ښار  د دينګ هو غر تر ساتنې لاندې  طبيعي   سيمه  چه  په  ١٩٥٦ کال کې   وټاکله شوه ،  د چين  لومړني  طبيعي  سيمه  ده ٠  د سان جيان  يوان تر ساتنې لاندې   طبيعي   سيمه  د ٢٠٠٠م کال  په اګيست کې  ټاکله شوې  چه  عمومي  مساحت يي  درو لکو  شپاړلسو زرو  مربع کيلو  مترو ته  رسيدلي ،  جګوالي  يي د بحر  له  سطحې نه  څه د پاسه څلور زرو مترو ته رسيدلي او د طبيعي  موجوداتو ډولونه يي ډير  دي   ،  په چين  کې  د ساتلو او حمايي وړ  تر  ټولو نه  لويه  طبيعي  سيمه  ده ،  نوموړي سيمه د چين  د چن هاي  او تبت  د  لوړې دښتې  له  مرکزي  سيمو څخه  ده   او د چين  د  يانځي  ،  ژيړ  او  لان څان جيان د درو سندونو د سرچينې  په  سيمه کې  واقع  ده  ٠  د  ٢٠٠٢م کال  تر پايه پوري  په ټول هيواد کې  يو زر  اوه سوه  اوه  پنځوس  تر ساتنې  لاندې  بيلا بيلي  طبيعي  سيمې جوړي شوي دي  او عمومي  مساحت يي  ديارلس  زرو  دوو سوو  پنځه نوي  هکنارو  ته رسيدلي  او  د هيواد د عمومي  مساحت  په سلو کې  ديارلس  اعشاريه  دوه  برخه  يي  و نيوله  ٠  د نوموړو سيمو جوړيدل  داوبو د سرچينې  ،  د اوبو او خاورو د ساتلو ، د باد  او شګو  د مخنيوي  او  د  سيمې د برخه ايزې هوا د ښه والي له پاره  مهم  رول   لوبولي دي ٠  دغه راز  په  چين کې  تر ساتنې  لاندې  يو زيات شمير  طبيعي   سيمه  د ګردې  کرې  د موجوداتو د ډولونو  د ساتنې په  هکله  د مهمو سيمو په توګه  ګڼل کيږي ٠   د يون  نان ولايت  تر ساتنې  لاندې  طبيعي   سيمې  په  چين  کې   تر ټولو نه  ډيرې زياتې  دي  چه شمير  يي  يو سلو  دوه پنځوس  ته رسيدلي  او مساحت  يي  دوو مليونو اته لکو   هکتارو ته رسيدلي  دي  ٠  دغه راز  د چين د  سه څوان ولايت    د  ولون  او   جيو ځاي  ګو  ځايونه ،  د جي لين  ولايت  د څان باي شان  غره .،  د  ګوان تونګ  ولايت  د دينګ  هو غره ،  د ګان سو ولايت  د باي  شوي  جيان  په شمول  دوه ويشت  تر ساتنې لاندې  طبيعي  سيمې  د ملګرو ملتو د يونيسکو  موسسې  له  خوا د نړۍ  د طبيعي  موجوداتو  د ساتې د  سيمو  په توګه  ټاکل شوي دي   ٠