د چين  د چاپيريال  د ساتنې  په  کارونو کې  ترلاسه شوي  پرمختګونه

中国国际广播电台

      

   د څه د پاسه ديرشو کالو  د نه ستومانه کيدونکو کوششونو له لارې  د چين د چاپيريال  د ساتنې په  چارو کې  د ليدو وړ موفقيتونه ترلاسه شوي دي ٠  د اقتصادي  جوړښت  د تنظيمولو  او  د داخلي اړتيا  د  پراخولو  په بهير کې  په چين کې  د چاپيريال  د ساتنې  کارونه په ښکاره توګه پياوړي شوي دي ٠  له  عمومي  نظره   په ټول هيواد کې  د چاپيريال  دککړتيا  د  سختوالي  تمائلات  اساسأ    کنترول شوي دي  او  په برخه ايزو ښارونو او سيمو کې  د چاپيريال  کيفيت  ښه والي  موندلي دي  چه دي کار  په چين کې  د  دوامدار پرمختګ په هکله  د انکشافي  ستراتيژۍ د  تطبيقيدو له پاره  حتمي  خدمتونه تر سره کړي دي ٠

 

حکومت  د چاپيريال  د ساتنې  کارونو ته ډيره  پاملرنه کوي  

 

 د  ١٩٩٧ کال  له پيل نه د چين حکومت  په مسلسلو  اوو کالو کې   د  چين  د ملي ولسي کانګرس او د ولسي  سياسي مشورتي کنفرانس  د دوو غونډو د اجرا کيدو په موده کې  د چاپيريال د ساتنې  د اړوندو کارونو په باب  راپورونه  واوريدل   او  اړوند کارونه  يي  ترتيب  کړي دي ٠  د چين د  دولتي مشرانو په نظر  د چاپيريال  ساتنه يو داسي ستر کار ګڼل کيږي  چه  د هيواد د  غښتليتوب  او د ولسونو  د شتمنۍ سره  ټينګ تړل شوي  دي   ٠ د چاپيريال  ساتنه يعني  د توليدي   قوي  ساتنه ده  ٠ نو  د چاپيريال  او پرمختيا د  عمومي  ميکانيزم  د  ايجادولو او  بشپړولو له پاره   د بيلا بيلو  ځايونو  د  چاپيريال د مسئلې  په  هکله  اړوند کارکونکي  ستر    مسؤليت په  غاړه  لري ، نوموړي کارکونکي او مسؤلين بايد د چاپيريال   نظارت  پياوړي  کړي ،  د چاپيريال  د ساتنې  له پاره  زياتې  پانګې  واچوي  او  ولسونه دي ته  تشويق کړي   چه  په  فعاله توګه   د چاپيريال  د ساتنې په کار کې  برخه واخلي ٠   همداشان  بايد  پر دي  تينګار  وکړي  چه  د ککړتيا  د مخنيوي  او د ايکولوژيکي  ساتنې  دوو کارونو ته  مهم اهميت  ورکړي او  د اړوندو مهمو ښارونو ،  سيندونو ،  سيمو  او  سمندرونو د ککړتيا  مخنيول  او  اداره کول   پياوړي کړي ٠

 

 د دولتي  سازمانونو  د اصلاحاتو  په بهير کې  د چاپيريال  د ساتنې  په  هکله اړوندې بيلا بيلې  څانګې په  پرله پسي  توګه  پياوړي  شوي  دي ٠   په  ١٩٨٨ کال  کې د  چاپيريال  د ساتنې  دولتي ادارې چه  پخوا  د  ښارونو او کليو  د چاپيريال  د ساتنې د  څانګو  په  توګه يي  فعاليت کاوه  ، د دولتي شورا  تر  مستقيمې  لارښوونې لاندې  يو خپلواکه اداره   ګرزيدلي  او  په  ١٩٩٣ کال کې  يي مقام   د وزير د مرستيال  په  درجه  سازمان ته  اوچت شوي دي   او په ١٩٩٨ کال  کې  يي   مقام    د وزير  په درجه  سازمان  ته  لوړ شوي  او  په رسمي توګه  يي د  چاپيريال  د ساتنې  د  عمومي  دولتي  ادارې په توګه  ټاکل شوي دي ٠

 

د چاپيريال   ککړتيا  تر  کنترول  لاندې راغلې ده

 

 په  دي وروستيو کلونو کې  په  چين کې  هغه څه د پاسه  څلور اتيا زره   کوچني  تصدۍ  چه  چاپيريال  ته  يي  سخته ککړتيا رسوله ،  تړل  يا منحل  شوي  دي ٠  دغه راز  له  دوو لکو  اته ويشتو زرو ککړتيا رسوونکو  صنعتي تصديو څخه  د څه د پاسه  نويو  فيصدو تصديو  د  عمده و ککړ شويو  اوبو، لوګيو د ايستنې او د موادو  د غورځيدو اندازه   ټاکلي  ميعار  ته رسيدلې ده٠

 

په  هغو  عمده و ککړو شويو سيمو کې  چه د هيواد له خوا ټاکل شوي ،  د ککړتيا د له منځه وړلو په  کارونو کې   مرحله ايز موفقيتونه تر لاسه شوي دي  ٠ په  دي بهير  کې  د هواي  حه  سيند د اصلي  جريان  سخته  ککړتيا  په  ښکاره توګه  کمه شوې ده ، د هاي  حه  ، لياو حه  د سندونو  د  بهيدو په  ساحوکې  ککړتيا هم کمه شوي ،  د تاي  هو  جهيل  د اوبو  د خرابيدو  تمائل  تر  ابتدايي  کنترول  لاندې راغلي ،  د ديان څي  او د څاو هو  په جهيلونو کې  د  ارګانيسم  د اکسيژن  د  ترکيب کولو تمائل  هم  اساسأ تر کنترول  لاندې  راغلي دي ٠  دغه راز په  نوموړو سيمو کې  د سلفر   دوه اکسيد د ايستنې عمومي اندازه ټيټه شوې او  د اسيد باران  ساحه  او  د اورښت  اندازه  تر ثابت کنترول لاندې  راغلي دي ٠  اوس  په  بيجينګ ښار کې  د هوا د ککړتيا  د اداره کولو په کارونو کې د ليدو وړ موفقيتونه ترلاسه شوي ، دغه راز  د بو هاي  سمندر  د ککړتيا د مخنيوي  او د  اړوندې ادارې  کارونه  هم  په هر اړخيز ډول  پيل شوي دي ٠

 

د ايکولوژيکي  چاپيريال  د ساتنې  او ودانولو کارونه پياوړي شوي دي

 

په  چين کې  د ککړتيا  مخنيوي  او اداره کول  د ايکولوژيکي  ساتنې سره  او  دايکولوژيکي  ساتنې او ابادۍ سره  د يو ځايښت  پر  پرينسيپ  عملي  کيږي   ، په دي  اساس  د ايکولوژيکي  ساتنې او ابادۍ ګامونه چټک شوي دي ٠  اوس  په ټول هيواد کې  تر ساتنې  لاندې   يو زرو  دوه سوه  اوه ويشت  بيلا بيلي   طبيعي   سيمې  جوړي شوي  او عمومي مساحت  يي  اته نوي مليونو دوو لکو  لس زرو هکتارو ته رسيدلي  او د هيواد د ټول مساحت  نه  په سلو کې  نهه اعشاريه  پنځه اتيا برخه  يي نيولي دي  ٠ دغه راز  د هيواد څلور ولايتونه  او  څه د پاسه  دوه  سوه سيمه  د ايکولوژيکي ساتنې  د  مهمو ساتلونکو  سيمو  په توګه  د دولت له خوا منظور شوي دي ٠      

 

 په  چين کې د ځنګلونو  سيمه کې  په لويي پيماني سره د ځنګلونو ايښودل  ترسره  شوي  چه  عمومي  مساحت  يي نژدي  پنځو مليونو  دوو لکو هکتارو ته رسيدلي  دي ٠  په  ديارلسو ولايتونو ، خودمختارو سيمو  او د مرکزي حکومت تر مستقيمې  اداري لاندې  په  لويو ښارونو کې  د طبيعي ځنګلونو دپري کولو عمل  په  هراړخيز ډول  بند شوي  دي  ٠ اوس  په ټول هيواد کې د ځنګلونو له خوا د پوښل کيدو ميزان  په سلو کې  شپاړلس  اعشاريه پنځه  دي ٠

 

د چاپيريال  د ساتنې  له پاره  د اړوند قانون د پياوړتيا په هکله تر لاسه شوي  پرمختګونه

 

اوس  په  چين کې  د هوا د ککړتيا د مخنيوي او اداري  په  باب  قانون ،  د اوبو د ککړتيا د مخنيوي او اداري  په باب  قانون ،  دسمندري  چاپيريال  د ساتنې  قانون  اصلاح  شوي  او په عين وخت کې  د شور ماشور او لوړو اوازونو د کنترول   قانون ، د اوبو د ککړتيا د مخنيوي  او اداري د قانون  د تطبيقيدو  مشخصات ،  د ودانولو د پروګرامونو د اړوند چاپيريال  د ساتنې  مقررات  او د داسي نور   چاپيريال  د ساتنې  په باب  مقررات  طرح  شوي دي ٠ تر  اوسه پوري  په  چين کې  جملتأ  د چاپيريال  د ساتنې په  باب  شپږ  قانون ، د اړوندو منابعو د ساتنې  په باب  لس  قوانين  او  د چاپيريال  د ساتنې  په هکله  څه د پاسه  ديرش  اړوند قوانين او نور نوي  اړوند مقررات صادر شوي  دي ٠ دغه راز  دچاپيريال  د ساتنې  په باب   څلور  سوه  ديرش  دولتي  معياررونه  ټاکل شوي دي ٠ بر سيره پر  دي د چاپيريال  د ساتنې  په  هکله   يو زر  شل  بيلا بيل  سيمه ايز قوانين  هم  صادر شوي دي  ٠

 

د چاپيريال د ساتنې  له پاره  پانګه اچونه زياته شوې ده

 

 له ١٩٩٦ کال  نه تر  ٢٠٠٠ کاله پوري  په  چين کې  د چاپيريال  د ساتنې له پاره  اچول شوي  پانګې  درو سوو شپيتو مليارډو ژن مين بي يوانو ته رسيدلي دي  چه دغه شمير  د ١٩٩٠ کال  نه تر ١٩٩٥ کاله پوري  د اچول شوي  پانګې په نسبت  دوه سوه ديرس  مليارډ يوانه زيات شوي دي  او د  ملي   توليدي  عمومي  ارزښت  نه په سلو کې    صفر اعشاريه  دري نوي  برخه  يي  نيولې ده  ٠   خصوصأ په دي  نژديو کلونو کې  په هغه اوږدي مودې  ملي  پورونو کې  چه  د هيواد د ودانولو له پاره  د چين  د   ماليي د مرکزي  وزارت  له خوا صادر شوي ، شپږ څلويښت مليارډه  يوانه  د ککړتيا د مخنيوي  او اداري  او د  ايکولوژيکۍ د ښه والي  له پاره  لګول شوي دي  چه نوموړي کار   د چاپيريال  د ښه والي ،  د داخلي اړتيا د پراخوالي  او د اقتصاد د پرمختيا له پاره  مثبت رول  لوبولي دي ٠

 

د چاپيريال  د ساتنې په  هکله  د اتباعو   ايډيالوژۍ اوچته شوې ده

 

په  چين کې  د چاپيريال  د ساتنې  چارې  د ټول  هيواد او ټولنې  زياته پاملرنه  او ملاتړ حاصل  کړي دي ٠  په ١٩٩٨ او ١٩٩٩ کال کې  د چاپيريال د ساتنې  د دولتي  اداري  او  د پوهنې د وزارت په  صلاحيت  د بيجينګ  پوهنتون په اړه د هيواد د اړوندو حالت د څيړنې د  مرکز له  خوا  د هيواد  د يو ديرشو ولايتونو ،  خودمختارو سيمو  او د مرکزي حکومت  تر مستقيمې  اداري  لاندې   په  ښارونو پوري   د يو سلو نهه ديرشو ولسواليو د څه د پاسه  لسو زرو کورونو د اوسيدونو په منځ کې   پلټنه  وشوه  او د پلټنې  له  نتيجې  نه  څرګنده شوې  چه  د چاپيريال  په باب مسئله  د ټولنې  د ډيرې  توجه وړ  موضوع ګرزيدلې ده ٠  اوس په  چين کې  د چاپيريال  د ساتنې پوهنه   په   نهه کلن  اجباري  تعليماتو کې  شامله شوې ده ٠

 

دولت  خلک  دي  ته هڅوي  چه  د  چاپيريال  د ساتنې  په چارو کې  برخه واخلي ٠ په دي بهير کې  په ټول هيواد کې  د اړوند حالت  د اطلاع  ورکولو له پاره دوه لس  زره  دري سوه  نهه شپيته تلفونونه  نصب شوي  دي چه په نتيجه کې  د چاپيريال د ساتنې په باب  د انفورميشين  يا د  معلوماتو د  ورکولو  کارونه   پياوړي شوي  دي  ٠ دغه راز د چين  په  اوه څلويښتو ښارونو کې   په  وار سره   د ورځني  هوا د کيفيت  د اعلانولو او اټکلولو کارونه  ترسره شوي دي ٠  همداشان  د هيواد  د عمده و سيندونو  او  سمندرونو د اوبو د کيفيت په باب   هره اوني  معلومات  هم  خپريږي  ٠ دغه راز  هر کال  د جون  پنځمه نيټه  يعني  د چاپيريال  د ساتنې  د بين المللي ورځې  د رسيدو د مخه  يا وروسته  په هيواد کې  د تير مخکي  کال  د چاپيريال د اړونده  کيفيت  په باب  ابلاغيه  خپريږي ٠