د چين د چاپيريال  د ساتنې  عمومي  دولتي  اداره

中国国际广播电台

      

 په ١٩٩٨ کال کې  د چين د نهم ملي ولسي کانګرس  د لومړني  غونډې په مظورۍ او  د چين د دولتي شورا  په اړه د  سازمانونو د اصلاحاتو د اړوندو مقرراتو سره سم  د چين د چاپيريال  د ساتنې  دولتي عمومي اداره  په رسمي توګه  جوړه  شوې  ده ٠  د دولتي شورا تر مستقيمې اداري لاندې  د دغې  ادارې  عمده  دنده  له  دي  څخه عبارت  ده  چه  د هيواد  د چاپيريال  د ساتنې په  هکله  اړوند   پرينسيپ ،  پاليسۍ او  مقررات  طرح  کړي ،   پر  ايکولوژيکي  چاپيريال  باندې  د اغيزه لرونکو  طبيعي منابعو د  استخراجولو او استعمالولو د عملونو  نظارت  وکړي  او  د  مهم ايکولوژيکي  چاپيريال  د ساتنې  او  د خراب شوي چاپيريال  د بيا  اعادي  کارونه  تر سره  کړي ٠  د نوموړي عمومي  اداري   تر  لارښوونې لاندې د چين په  مختلفو ځايونو کې  د بيلا بيلو  درجو اړوندې اداري  هم  جوړ شوي دي ٠  دچاپيريال  د ساتنې  د عمومي دولتي اداري  اوسني  رئيس  سي  جن هوا  دي ٠

د چين د چاپيريال  د ساتنې  د   دولتي  اداري  د انترنيت  پته  دا ده  http://www.zhb.gov.cn