د چاپيريال  په هکله  بين المللي همکارۍ او تبادله

中国国际广播电台
 

       چين  د نړۍ د ډير لوي  پرمختيايي  هيواد  او د چاپيريال  د ساتنې د لوي هيواد  په توګه  د چاپيريال  د ساتنې  په  بين المللي  صحنه کې  ډير مهم رول  لوبولي او لوبوي يي ٠  چين  په  فعاله توګه  د ګردې  کرې  په  بهير کې  د چاپيريال  د ساتنې  په  ديپلوماتيکو فعاليتونو کې  حتمي  خدمتونه تر سره  کړي او  د نړۍ  د چاپيريال  او  انکشاف   په ساحه کې يي  مثبت  رول    لوبولي  دي ٠

په  ١٩٧٢ کال کې  د چين  حکومت  د هيات  په ورليږلو سره  په ستاکهولم کې  د بشري چاپيريال  په باب  نړيواله غونډه کې  برخه اخيستي  ده ٠  په ١٩٩٢ کال کې  د صدراعظم  لي پونګ  په مشرۍ د چين  حکومتي هيات   په ريودژنيرو کې  د چاپيريال  او انکشاف  په باب   نړيواله سرمشريزه غونډه کې  ګډون وکړ  او  تر ټولو نه لومړي  د هوا د بدلون  په ابتدايي  کوانسيون   او د  طبيعي موجوداتو د ډولونو  په باب  کوانسيون کې  يي  امضا وکړ ه  چه  نوموړو عملونو  د بين المللي ټولنې  لوړه قدراداني   حاصله  کړې ده ٠  د ٢٠٠٢ کال  د اګيست  په مياشت کې  د صدراعظم  جو ژونګ جي  په مشرۍ د چين حکومتي  هيات  په   جوهانسبورګ  کې  د  دوامدارې پرمختيا په  باب  نړيواله سرمشريزه غونډه کې  برخه  اخيستې  او  په کي يي اعلان   وکړ چه  د کيوتو  پروتوکول  د چين د حکومت له خوا منظور شوي دي او  د بين المللي ټولنې  پراخه   ستاينه   يي  حاصله  کړې ده ٠

د چاپيريال   په بين المللي غونډه کې  او  د   اړوندو بين المللي کوانسيونونو په باب  خبرو اترو کې  چين  تل  تر تله  د ګردې  کرې  د چاپيريال  د ساتنې  پر دريځ  او  هغه اصولو  باندې  ټينګار کوي  چه  پرمختيايي  او پرمختللي هيوادونه  ټول  بايدپه ګډه سره  اړونده   دنده  په غاړه واخلي ٠ چين  په کلک سره  د  پرمختيايي هيوادونو پر خوا ولاړ دي  او  د چاپيريال  په ساحه کې  له  باداري غوښتنې او  د چاپيريال  د مسئلې په  پلمه  په  نورو هيوادونو کې  د لاس وهنې  سره  ڼينګ  مخالفت کوي ٠  د  تاريخ  او  واقعيت  له نظره  پرمختللي هيوادونه  ټول  د چاپيريال  د مسئلې  د رامنځته کولو په  هکله   عمده  مسؤليت لرونکي  دي  او پرمختيايي هيوادونه  مصيبت ځپلي  هيوادونه  دي ٠  نو  په دي نسبت  پرمختللي هيوادونه  دي  تر ټولو نه لومړي   تدبيرونه غوره  کړي  او  د ګردې کرې  د چاپيريال  د ساتنې  په عملياتو کې  د پرمختيايي هيوادونو د برخې اخيستنې  له پاره  مرستې  برابري کړي ٠

 بر سيره پر دي   د چاپيريال  د ساتنې په هکله  د بيلا بيلو هيوادونو  غير حکومتي سازمانونو لکه  د نړۍ د طبيعيت  صندوق ، د حيواناتو د ساتنې  بين المللي  صندوق  او داسي  نورو سازمانونو  په ډيرو ساحو کې   د چين د اړوندو سازمانونو او غير حکومتي  موسسو سره   همکاري  کړي  او  ډير برياليتوبونه  يي  ترلاسه  کړي دي ٠

 چين  په  نړۍ کې  تر ټولو نه لومړي  د چين  د چاپيريال  او انکشاف  د بين المللي همکارۍ کميټه  جوړه کړه ٠ دغه کميټه  د حکومت  يو مهم  مشورتي  سازمان   ګڼل  کيږي  چه  د څه د پاسه  له  څلويښتو تنو  نړيوال  نامتو  شخصيتونو او کارپوهانو له خوا  تشکيله شوې  ده ٠  د دغه سازمان د جوړيدو د څه د پاسه لسو کالو نه راهيسي  په  وار سره  يي د چين  حکومت  ته  ډير مثبت  پيشنهادونه  وړاندي کړي  دي ٠  اوس  دغه سازمان  په  بين المللي ټولنه کې  د  چاپيريال  د ساتنې  په هکله  د بين المللي همکارۍ  سرمشق  ګرزيدلي دي ٠