

ګرانو دوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين د هاي نان ولايت د کوچني ښارګوټي بو او په باب معلومات تاسو ته وړاندې کړو ٠
بو او د چين دهاي نان ولايت د چيونګ هاي په ښار پورې مربوط علاقه داري ده ٠ څو کاله مخکي بو او يوه کوچنې علاقه داري وه ، په ٢٠٠١ کال کې د اسياد فورم غونډه په دې ځای کې جوړه شوه ، د هغه کال نه راهيسي داسيا د فورم غونډه د هرکال په پسرلي کې په دې کوچني ښارګوټي کي جوړيږي ، په همدې وجه بو او د يوه کوچني کلي څخه په چټکۍ سره په يو مشهور توريستي ځای بدل شوی دی ٠
قدرمنو دوستانو تاسو همدا اوس د يوې خوږې سندرې يوه برخه و اوريدله چې نوم يې دی د وان چيوان په نامه د سيند اوبه ډيرې رڼې بهيږي ، دا سندره په چين کې ډيره مشهوره ده چې زياتره خلک يې ويلی شي ٠د وان چيوان د سيند اوبه د چين جنوبي سمندر ته داخليږي ٠خلک نوموړي سيند د چين د ياماسن د سيند په نامه بولي ، د او او ښارګوټی د وان چيوان سيند په غاړه کې واقع دی او شاوخوا يې د شنو ونو ګڼه ګوڼه ده ، د ملګرو ملتو د چاپيريال د ساتنې په برخه کې متخصصانو د ډيرې ستاينې په لفظ سره وويل چې بو او په نړۍ کې يو داسي ښکلی ځای دی چې ايکولوژيکي محيط يې په ډير ښه شان سره ساتل شوی دی
د وان چيوان د سيندد رڼو اوبو له امله د بو او ښارګوټي دپاره پاک او صاف چاپيريال او ډيرې زياتې ښکلی طبيعي منظرې رامنځته شوي دي ، جنوبي سمندرته د وان چيوان د سيند د اوبو د داخليدو ځای يو د ټاپووزمې په شکل شګين ساحل دی
چې يو دای په نامه ياديږي او شکل يې د استراليا د مشهور طلايي ساحل په شان دی پيغلې جاو مينګ چې د استراليا طلايي ساحل ته تللې وه وويل د يو دای د ساحل منظره ډيره ښکلې ده ، دا ساحل لکه يوه بيليدونکې کرښه د وان چيوان سيند اوبه او د جنوبي سمندر اوبه جلا کړي دي ،زه د استراليا طلايي ساحل ته تللې وم ، دا ځای د استرالياد طلايي ساحل سره کوم توپير نه لري ٠
د وان چيوان د سيند او د يو دای په نامه د ساحل نه پرته په بو او کې يوه ټاپو هم د ليدو وړ ده ٠ په حقيقت کې د بو او نوم ددونګ يو په نامه د ټاپو سره اړيکي لري ، دا ټاپو د بو او په مرکز کې واقع ده او شکل يې لکه يو لوي سمندري شمشتۍ په شان په سمندر کې ﻻمبو وهي ٠
په دونګ يو ټاپو کې د صحرايي اناناس ، نارګيل او فوفل ونې زياتې ليدل کيږي ، ددې ټاپو مساحت لوي نه دی ، په ټاپو کې د څه دپاسه يو سلو شپيتو کورونو خلک اوسيږي ، هغوي شولې کري او کبان نيسي ، خلک په دې ټاپو کې په ارامتيا او خوشحالۍ سره کار او ژوند کوي ٠