
اوسنی بو او نن و سبا په سرعت سره په يو مشهور توريستي ځای بدل شوی دی ٠ عصري هوټلونه ، رستورانونه ، د ساعت تيري او استراحت تاسيسات او وداني ، د اسيا د فورم د غونډې د جوړيدو وداني او نور ښکلې وداني په دې ځای کې پرتې دي ، دغو وداني ددې ځای د ښکلو طبيعي منظرو سره يو ځای يو ډير ښايسته تصوير جوړکړی دی ٠
کله چې د شپې توره پرده راغوړيږي ، په دې ځای کې د واټونو په دواړو غاړو کې يو يو د خوراکونو پلورنځي هم د خوړونکو د راتګ دپاره تياريږي او بيلابيل مزه دار خوراکونه ښه خوشبوي خپروي ، مسافرين په نيمه شپه کې هم په واټونو کې د مزه دارو خوراکونو څخه خوند اخيستلی شي ٠
ښاغلي وانګ سياو نان وويل زه ددې ځای د خوراکونو سره ډيره مينه لرم ، ددې ځای خوراکونه خپل محلي او ځانګړي خوند لري ، سمندري پيداواريې ډير تازه او خوندور دي ٠
د بواو ښارګوټی د چين د هاي نان ولايت د مرکز هاي که ښار څخه څه دپاسه سل کيلومتره ليرې دی ، که سياحان د موټر په واسطه له های که څخه بو او ښارګوټي ته ولاړشي نو د يو نيم ساعتو نه وروسته به بواو ته ورسيږي ٠
په بواوښارګوټي کي د تودې منطقې ميوې ډيرې دي ، پرته د اناناس ، نارګيل څخه نورې ميوې لکه نيچې ،کيلې او لونګ يان ډيره خوندورې ميوې دي ٠
ګرانو دوستانو همدا اوس مو د چين د های نان ولايت د بو او ښارګوټي په باب معلومات تاسو ته دړاندې کړل ٠