د ډونګ سه جومات
د ډونګ سه جومات په ١٤٤٧كال كې د پلازمېنې بېجينګ په ختيځه برخه كې جوړ شوى دى، چې د لمانځه له عمده ودانۍ، د ديني وينا جنوبي او لوېديځ تالارونه، يو كتابتون او د عامه ګټې ودانيو څخه عبارت دى چې د عمده برخې يا دلمانځه ودانۍ مخ يې د لوېديځ او قبلې په لور دى. د جومات د لمانځه د عمده ودانۍ تر ګومبزې لاندې د درې لارو په اړخونو د قران كريم ايتونه ليكل شوي او ښكلي شوي دي. د لمانځه په ودانۍ كې ٥٠٠لمونځ كوونكي ځايېدى شي.د ډونګ سه جومات د مسلمانانو ارزښتناكو لرغونو ليكنو ټولګې لري چې د قران كريم يوه لرغونې كاپي هم په كې ده او په چين كې له لرغونو ليكنو څخه ګڼل كېږي. د ډونګ سه جومات پته:
13 Dongsi south Street, Dongcheng District
Tel: 65257824 |