لنډ معلومات

 

                                                                 

                                     

                                                             د بېجينګ د فونګ تای د سوفټبال سټېډيم

         

 د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری به د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو لپاره د اووه دېرشو سټېډيمونو او جمازيمونو جوړولو کارونه بشپړ شي چې د بېجينګ د فونګ تای د سوفټبال سټېډيم د جوړونې کار به  لومړی پای ته ورسيږی او کارولو ته به جمتو شي .

          دغه سټېډيم د بېجينګ په جنوب کې پروت دی او د دغه سټېډيم پروژه د ٢٠٠٥ کال د جولای له اته ويشتمې نېټې څخه پيل شوې ده  . د دغه سټېډيم پراخوالی څه دپاسه پنځلس زره مربع مترو ته رسيږي او څلور زره او اوه سوه دايمی څوکۍ او اته زره او پنځه سوه لنډ مهالی څوکۍ پکې  شته چې څه دپاسه ديارلس زره کتونکي  په دغه سټېډيم کې سيالۍ کتلی شي.د دې ترڅنګ دغه سټېډيم له عمده ډګر ، تيار ډګر ، د روزنې دوو ډګرونو او د موټرونو د تمځای يو ډګر په ګډون  له يو لړ خدمتي ځايونو څخه عبارت دي. د دغه سټېډيم عمده برخه د ٢٠٠٦ کال په جولای کې پای ته رسيدلې او په کارولو ته جمتو  شوې ده.

           له دې وروسته د ښځينه سوفټبال د يوولسمې دوری نړيوالې اتلولي په بريالی ډول په دغه سټېډيم کې تر سره شوه. د دغې اتلولۍ په ترڅ کې  د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړيو ، لوبڅاريو او چارواکيو د دغه سټېډيم زياته ستاينه وکړه .د سوفټبال د نړيوالې ټولنې مشر وويل چې دغه سټېډيم د سوفټبال په تاريخ کې يو ډېر ښه سټېډيم دی. بر سېره پردی يی هيله څرګنده کړه چې د فونګ تای د سوفټبال سټېډيم  په اسيا کې د سوفټبال د روزنې د يو مرکز په توګه وټاکل شي.

       د دغه سټېډيم جوړونکيو په نړۍ کې د عصری او  لوړې کچې يوې ودانۍ په توګه د دغه سټېديوم د جوړولو لپاره ډېر کوښښ کړی دی  .

          د سوفټبال په سټېډيم کې ځانګړو خاورو ته اړتيا شته ، نو د بېجينګ حکومت د روزنې ډګرونو د جوړولو لپاره په دوه مليونه ژن مين بی يوانه د چين له جنوبی ښارونو څخه دا ډول خاورې راليږدولی دی.بر سيره پردې،د سياليو د رسمی ډګر د جوړولو لپاره يی په ځانګړي توګه د لوبغاليو فرش له نورو هېوادونو څخه  وارد کړی دی.

          د دې ترڅنګ د چاپيريال ساتنې او د انرژۍ  سپماولو په موخه د عصری  تکنالوژۍ په دغه سټېډيم کې په ښه ډول کارول شوی ده .د مثال په ډول په دغه سټېډيم  کې ټول څراغونه د انرژۍ سپمولو د ځانګړي تکنالوژۍ له لارې روښا جوړ شوی او د لمر د انرژۍ له لاری د اړتياوړ اوبه توديږی.

            بر سيره پردی، د دغه سټېډيم طرح کوونکو تر ځمکې لاندی د اوبو د سپمولو لپاره د باران اوبو د زېرمه کولو  ځانګړي سامان الات درولي دي.

         د دې ترڅنګ د دغه سټېډيم په شاو خوا سيمه کې د شينوالی او ترانسپورت حالت هم ښه دی.د تېر کال په اګيست کې د ښځينه سوفټبال د يوولسمې دوری نړيوالې اتلولی په ترڅ کې  د بېجينګ حکومت  د سوفټبال د دود لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی دی. د معلوماتو له مخې : په راتلونکې کې به دغه سټېډيم د بېجينګ د زده کوونکو ترمنځ د سوفټبال د پرمختګ لپاره اسانتياوی برابرې کړي.

 

پر دوو ژبو لارښوونه

  

 

>>د سيلانۍ ټپونه

>bus stop
>subway station

>one day tour: A—B---C

روابط
•  بېجينګ ٢٠٠٨
• د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه معلوماتي سيالی
• سې ار اي پښتو
د مېلمنو ليکنځای
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040