لنډ معلومات

 

                                                                         د چين د لامبو وهلو  دولتی مرکز

              د اوبو مکعب په نامه د چين د لامبو وهلو مرکز د بېجينګ د اولمپيک لوبو د يوې نښې په توګه ګڼل کېږي. د جنوری په اته ويشتمه نېټه د دغه مرکز د جوړولو پروژه په بريالی توګه پای ته ورسيده او اوس دغه مرکز په کار لوېدلی دی.  د جنوری له يو ديرشمې نېټې نه د فبروری تر پنځمې نېټې پورې د  ٢٠٠٨ کال  د چين د لامبو وهلو اتلولی په دغه مرکز کې تر سره شوی.

        د مرغانو د ځالې په نامه  د چين دولتي سټېډيم چې د چين د لامبو وهلو له مرکز سره نژدۍ پروت دی چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د يوې نښې په توګه هم  ګڼل کېږي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې به د لامبو وهلو، ټوپ وهلو او په اوبو کې د نڅاوو سيالی په دغه مرکز کې ترسره شوې او د سرو زرو دوه څلويښت مډالونه رامنځته شول.

          دغه مرکز د يوې شنې صندوقچې په شان مربع بڼه لري چې بهرنی پوښ يی اسماني رنګه دی او د اوبو ځګ په بڼه بريښي او داسې ښکاري لکه په اسماني رنګه ځګونو چې پوښل شوې وي. دغه ودانۍ د يو اسماني رنګه بلور په شان ډېره ښکلې ښکاري او د ودانۍ دننه هم  پر دېوالونو اسماني رنګه رڼې پردې ځړول شوې وي.

             د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کمېټې مشر ليو جي او د بېجينګ ښاروال ګوو جين لونګ او د هانګ کانګ او مکاو او تايواني وطنوالو د پيسو د برابرولو استازيو په همدې ورځ  د دغه مرکز د په کار  لوېدلو په مراسمو کې ګډون وکړ.  د بېجينګ د ښاروال مرستيال چن ګانګ په ٢٠٠٨ کال کې د چين د لامبو وهلو د اتلولۍ د انتظامی کميټې مشر لي ای چينګ ته د دغه مرکز د سرو زرو کلي وړاندی کړه، له دې څخه څرګندېږي چې د ٢٠٠٣ کال د دسمبر له څليرويشتمې نېټې راهيسې تر څلورو کلونو وروسته دغه مرکز په رسمی توګه په کار لوېدلی دی.

         د معلوماتو له مخې: د دغه مرکز د جوړولو په پروژې کې له يو شمير عصری تکنولوژۍ څخه استفاده شوې. د بېلګې په توګه د دغه مرکز بهرنی پوښ د اي ټی اېف اې ( ETFE) په نامه پردې سره پوښل شوی دی. دغه ډول پردې ډېرې کلکې دي او د زغملو ښه توان لري چې دوړې او ګرد نه پرې پاتې کېږي. بر سېره پردې، دغه پردې د چاپيريال ساتنې توان هم لري چې د باران د اورښت  په وخت کې د باران اوبه غونډوي.

           د چين د لامبو وهلو مرکز نه يوازی د بېجينګ د اولمپيک لوبو يوه نښه ده، بلکې د اولمپيک سپورتي لوبو لپاره د سټېديومونو او جمنازيمونو ترمنځ يوازنۍ دوانۍ هم ده چې په جوړولو کې يې د هانګ کانګ او مکاو هېوادوالو له خوا په ګډه   پانګونه  شوې ده. دغه جمنازيم په نړۍ کې د لامبو وهلو يو ډېر لوی جمنازيم ګڼل کېږي چې په کې شپږ زره دايمی څوکۍ او يوولس زره لنډ مهالی څوکۍ شته. د دغې پروژې د لګښت د يادونې په وخت کې د دغه مرکز چينی ډيزانر جنګ فوانګ وويل د دغه مرکز عمومی پانګونې يو مليارډ او شل مليون او اتيا زره يوانو ته رسيدلی دی.

         د معلوماتو له مخې: دغه جمنازيم به د بېجينګ د اولمپيک لوبو له پای ته رسېدو وروسته د سپورتي فعاليتونو په موخه د يو عام جمنازيم په توګه د خلکو پرمخ پرانيستی وي.

 

پر دوو ژبو لارښوونه

>>د سيلانۍ ټپونه

>bus stop
>subway station

>one day tour: A—B---C

روابط
•  بېجينګ ٢٠٠٨
• د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه معلوماتي سيالی
• سې ار اي پښتو
د مېلمنو ليکنځای
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040