لنډ معلومات

                                                                     

د نيو جيې جومات

د نيو جيې جومات په بېجينګ كې تر ټولو لرغونۍ او تر ټولو لوى جومات دى چې په ټول چين كې ډېر مشور دى. په دغه جومات كې له زرو څخه زيات لمونځ كوونكي ځايېدى شي. نيو جيې جومات لومړى په ٩٩٤ ميلادي كال كې جوړ شوى چې تاريخ يې له زر كلونو څخه هم اوږد غځېږي او د دولت تر ساتنې لاندې يو ډېر مهم تاريخي ځاى ګڼل كېږي.

د نيو جيې جومات د لمانځه له عمده ودانۍ او يو شمېر نورو فرعي ودانيو څخه عبارت دى چې خورا پراخه سيمه يې نيولې ده. د جومات عمده ودانۍ د چين د لرغوني ودانيز هنر او په زړه پورې عربي ودانيز سينګار غوره استازيتوب كوي. دغه جومات تر اوسه د اسلامي كلاسيكو هنرونو بېلګې او ارزښتناكې مخطوطې ياليكنې ساتلې دي چې په چين كې د اسلامي تاريخ په لوست او څېړنه كې ډېر ارزښت لري.  په ٢٠٠كال كې د چين د دولت له خوا د نيو جيې جومات د ترميم او رغونې يوه پراخه پروژه ترسره شوه، چې له مخې جومات نوى شو.

نيو جيې جومات ته د مځكې لاندې اورګاډي يا مترو له لارې ورتګ كېدى شي، چې د بېجينګ مځكې لاندې اورګاډي يا (سب وې Beijing subway) پر دويمه كرښه يا اسماني رنګه كرښه د چانګ چون جيې (Changchunjie) تمځاى سره نژدې دى او يوازې د لسو دقيقو د پښو لار ده. د نيو جيې جومات پته:

88 Niujie Street, Xuanwu District, Beijing

Tel: 63532564

 

پر دوو ژبو لارښوونه

  

 

>>د سيلانۍ ټپونه

>bus stop
>subway station

>one day tour: A—B---C

روابط
•  بېجينګ ٢٠٠٨
• د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه معلوماتي سيالی
• سې ار اي پښتو
د مېلمنو ليکنځای
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040