CRI Online
د ادارې سيمو د ويشلو سيستمد ادارې سيمو د ويشلو سيستم
 

د چين د ولايت په درجه اداری سيمی

اوس چين د ولايت په درجه ټول ٣٤ اداری سيمی لری چه په دی جمله کی د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی ٤ لوی ښارونه ، ٢٣ ولايتونه او ٥ خودمختاری سيمی او ٢ خاصی اداری سيمی شاملی دي .

د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی ٤ لوی ښارونه دا دی :

بيجينګ __ د چين د ولسی جمهوريت پايتخت دی . جينګ د هغه کوچنی شوی نوم دی او د ( خوا بۍ ) دښتی په شمال لويديځه څنډه کی موقعيت لری . په لومړنيو کلونو کی بيجينګ ته ( جي ) ويل کيده . د ميلاد نه مخکی له ٧٧٠ کال نه راهيسی هغه د مملکتونو د پايتخت په توګه ټاکل شوی دی . يان جينګ ، جونګ دو ، دا دو او بيپينګ د بيجينګ پخوانی نومونه وو . په ١٩٢٨ ميلادی کال کی د يوه اداری ښار په توګه جوړ شو . نن ورځ د بيجينګ په ښار کی ١٦ اداری ناحيی او ٢ ولسوالی شاملی دي او د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی يو لوی ښار دی چه عمومی مساحت يی ١٦زرو ٨ سوو مربع کيلومترو ته رسيږی . د ٢٠٠٢ کال تر پايه پوری د ټول ښار د هغواوسيدونکو شمير چه دايمی هستوګنی لری ، ١١ مليونه ٣ لکه ٦٣ زره تنه ؤ .بيجينګ د چين سياسی مرکز دی او کلتوری ، علمی او تعليمی مرکز او ترانسپورتی محور هم ګڼل کيږی . دغه راز بيجينګ يو داسی توريستی ښار هم دی چه نه يوازی په چين ، بلکه په نړۍ کی شهرت هم لری . مثلأ لوی ديوال ، د امپراطورۍ ماڼۍ ، أسمانی معبد ، د ١٣ امپراطورانو مقبری ، د دوبی ماڼۍ ، شيانګ شان غره او داسی نور مشهور تاريخی ځايونه او ښايسته منظره لرونکی سيمی هر کال د بی شميره چينی او بهرنی سياحان راجلبوی .

شانګهای ___ کوچنی شوی نوم يی (حو) دی او د چين د ختيځو سواحلو په منځنی برخه او سمندر ته د يانځی سيندد داخليدو په خوله کی واقع دی . دڅو زرهاؤ کلونو دمخه هلته يوازی په سمندری غاړه کی يو کلی ؤ او د سونګ سلسلی په دوره کی د شانګهای په نامه د علاقه دارۍ په توګه او په ١٩٢٧ميلادی کال کی د يوه ښار په توګه وټاکل شو . نن ورځ شانګهای د چين له هغو ٤لويو ښارونو څخه شميرل کيږی چه د مرکزی حکومت تر مستقيمی ادارې لاندی دي . شانګهای ښار چه ١٨ اداری ناحيی او يو ولسوالی پکی شامله ده ، ٥ زره او ٨ سوه مربع کيلومتره مساحت لری . د احصايی له مخی د ٢٠٠٢کال تر پايه پوری په نوموړی ښار کی د دايمی اوسيدونکو شمير ١٣ مليونو ٣ لکو٤٧ زرو تنو ته ورسيد . شانګهای د چين لومړنی غټ ښار او د نړۍ له لويو ښارونو څخه هم شميرل کيږی . دغه راز هغه په چين کی تر ټولو لوی صنعتی ښار، تجارتی او پولی مرکز او علمی او تخنيکی اډه هم بلل کيږی .

تيان جين ____ کوچنی شوی نوم (جين ) دی .دغه ښار د (خوابۍ) دښتې په شمال ختيځ کی واقع دی او د (های خه) درياب ٥ څانګې په هغه کی د يوځای کيدو نه وروسته د( بو های ) سمندر ته بهيږی . تيان جين له ١٢٧١ ميلادی کال څخه يو مهم ترانسپورتی بندر ګرځيدلی او په ١٩٢٨ميلادی کال کی ديوه ښار په توګه جوړشوی دی . نن ورځ ١٥ناحيی او ٣ ولسوالی د هغه تر ادارې لاندی دی او د مرکزی حکومت تر مستقيمی ادارې لاندی يو لوی ښار هم دی چه عمومی مساحت يی له ١١زرو مربع کيلومترو نه زيات دی . د٢٠٠٢کال تر پايه پوری په دی ښار کی دايمی اوسيدونکی ٩ مليونه١٩٠ زره٥ سوه تنه دی . تيان چين د چين په شمال کی تر ټولو لوی صنعتی ښار دی او هلته د نفتو ، طبيعی ګاز او سمندری مالګو په شمول غنی منابع اود صنعتی تخنيکونو په برخه کی تريوی اندازی پوری بنسټ شته . دغه راز تيان جين د چين په شمال کی يو مهم تجارتی مرکز او بندری ښار هم بلل کيږی . په دی ښار کی ډير مشهورتاريخی ځايونه او منظره لرونکی سيمی ليدلی کيږی . لکه په ښاری سيمه کی د ( نينګ يوان ) باغ ، د( تيان خاو) ماڼۍ ،د (داګوکاو) د توپونوقلعه ، د (جی ) په ولسوالی کی د ( دوله ) معبد ، د لرغونی لوی ديوال د (هوانګ يا ګوان ) برخه ، د ( پان شان ) د غره منظره لرونکی سيمه او داسی نور .

چونګ چينګ ښار ___ کوچنی شوی نوم ( يو) دی او د چين د جنوب لويديځ په ختيځه برخه او د يانځی سيند په پاسنی برخه کی واقع دی . د څه دپاسه دوو زرو کالو دمخه موجود ؤ او د جاپان د تيری په ضد د جګړی په دوره کی د ګوميندانګ واکمن ګوند په مشرۍ د حکومت موقتی مرکز ؤ . په ١٩٩٧کال کی د سی څوان ولايت د (چونګ چينګ )، (وان سيان ) او ( فولينګ ) دريواړه سيمه ايز ښارونه او د (چې جيانګ ) اداری سيمه سره يو ځای شوی او د مرکزی حکومت ترمستقيمی اداری لاندی د( چونګ چينګ ) لوی ښار جوړشوی دی . اوس چونګ چينګ ښار له ١٥اداری ناحيو ، ٤ ښارونو ، ١٧ ولسواليو او ٤ خودمختارو ولسواليو څخه عبارت دی چه مساحت يی ٨٢ زره ٣ سوه مربع کيلومتره دی . د ٢٠٠٢کال تر پايه پوری د ټول ښار نفوس ٣١ مليونو ٧٠ زرو تنو ته ورسيد . چونګ چينګ يو ترکيبی صنعتی ښار دی او هلته د يانځی سيند دری ټنګ ناوونه ، ( پيپا ) غر او (جين وين )غر د ليدو وړ توريستی ځايونه دی .

 


1 2