CRI Online
منابع

د باد ،اوبو او لمر انرژۍ

چين په خپلو پراخو او ارتو خاورو کی د ډيرو سيندونو او دريابونو د شتوالی له امله د اوبو خورا غنی منابع لری . د احصايی له مخی د چين د سيندونو د اوبو په وسيله د بريښنا د توليدولو ذخيره ٦٨٠ مليونه کيلوواټو ته رسيږی او هرکال ٥٩٢٠ملياره کيلواټ ساعته بريښنا توليديږی . د سيندونو د اوبو په وسيله د بريښنا د توليدولو په ساحه کی د جنراتورونو احتمالی ظرفيت به ٣٧٨ مليونه کيلواټه وی او د بريښنا د توليدولو کلنی اندازه به ١٩٢٠ ملياردو کيلواټ ساعتو ته ورسيږی . نو ويل کيږی چه هم د اوبو په وسيله د بريښنا د توليدولود ذخيرې ، هم په دی ساحه کی د احتمالی منابعو له لحاظه چين په نړۍ کی لومړنی مقام نيسی .

د چين د باد د انرژۍ عمومی ذخيره چه لوړوالی يی لسو مترو ته رسيږی ، ٣ مليارده ٢٢٦ مليونه کيلواټه دي او اټکل کيږی چه په وچه او مځکه کی ٢٥٣مليونه کيلواټه بادی انرژۍ د استفادی وړ ده او په نژديو سمندرونو کی بادی انرژۍ چه د اوبو ژوروالی يی له ١٥مترو نه زيات دی ،د مځکی له ٣ چندويعنی ٧٥٠مليونوکيلواټو سره برابره ده . د چين د باد انرژۍ په عمده توګه د هيواد د شمال لويديځو ، شمالی او ختيځو برخو په بيدياؤ او دښتو يا صحراګانو ،او د ختيځو او د جنوب ختيځوسيمو په سواحلو او ټاپوګانوکی پيداکيږی . د ١٩٩٨کال په پای کی د بادی انرژۍ په وسيله د بريښتا د توليدولو په اړه د چين په نژديو شلو ځايونو کی د جنراتورونو عمومی ظرفيت ٢ لکو ٢٣ زرو ٦ سوو کيلواټو ته ورسيد . په دی ساحه کی د شينجيانګ د( دابان چينګ) فابريکه تر اوسه پوری نه يوازی په چين کی ، بلکی په اسيا کی د بادی انرژۍ په وسيله د بريښنا د توليدولو لومړی لويه فابريکه ګڼله کيږی چه پکی د٣٠٠،٥٠٠او٦٠٠ کيلواټو په بيلا بيل ظرفيت ١١١ډله ايز جنراتورونه شته چه عمومی ظرفيت يی ٥٧زرو او ٥سوو کيلواټو ته رسيږی . نن سبا په دی ساحه کی دچين د موجودو اړوندو جنراتورونو عمومی ظرفيت يوازی د استفادی وړاندازې په زرو کی يو اعشاريه څلور برخه نيسی ، نو په دی ساحه کی انکشافی امکانات ډير زيات دی .

چين د لمر غنی انرژی هم لری . هر کال د مځکی پر مخ د لمر تر وړانګو لاندی منل کيدونکی انرژۍ د ٢٤٠ مليونو ټنو معياری سکرو سره برابره ده .د هيواد د خاوری دوه پر دريمه برخه کی د لمر تر وړانګو لاندی د انرژۍ کلنی اندازه په هره مربع متره مځکه کی له ٦٠٠٠ MJ نه زياته ده . د تبت په شمال لويديځ کی نوموړی اندازه ٨٤٠٠ MJ ته رسيدای شی او د نړۍ له هغو سيمو څخه شميرل کيږی چه د لمری وړانګو انرژۍ يی ډيری زياتی او غنی ښکاری . د لمر د انرژی په وسيله د بريښنا دتوليدولو په اړه د چين لومړنی لوی سټيشن چه ظرفيت يی ٥٦٠ واټه دي ، د داخلی مغولستان د (بالين )په ښی ولسوالی کی د (ګوليګوتای ) په کلی کی پروت دی او د ١٩٨٢کال د اکتوبر په ١١نيټه په کار لويدلی دی .

 

د نباتاتو ډولونه او ويش

چين په نړۍکی يو داسی هيواد هم دی چه د نباتاتو منابع يی غنی او زياتی دي او څه نا څه ٣٠ زرو ډولونو ته رسيږی چه دغه شمير يوازی له ماليزيا او برازيل څخه کم دی او په نړۍکی دريم مقام نيسی . د نوموړو نباتاتو په ډله کی ١٠٦خزه يی نباتات د نړۍ په سلو کی اويا برخه تشکيلوی . ٥٢ ډله يز سرخسی نباتات د نړۍ د همدغو ډلو په سلوکی اتيا نيسی اود هغو ډولونه ٢٦٠٠ ته رسيږی چه د نړۍ په سلو کی ٢٦ برخه تشکيلوی . د ٢٠٠٠ ناجوګانو او داسی نورو کاجی ځنګلونو په ګډون چويی نباتات ٨٠٠٠ ډولو ته رسيږی . دغه راز د نړۍ د ١٢ ډلو د ٧٥٠ بازدانه نباتاتو کی د ١١ډلو ٢٤٠ ډولونه په چين کی پيداکيږی . د ناجوګانو په څير د ونو ډولونه د نړۍ د همدغسی نباتاتو په سلو کی ٣٧ اعشاريه ٨ نيسی او د نهاندانه نباتات د نړۍ په اړوندو ډلو او کتکوريو کی په جلاجلا توګه په سلوکی ٥٤او ٢٤ نيسی

هغه نباتات چه د ځمکنی کرې د شمالی نيمې برخې په يخه ، معتدله او توده منطقه کی وده کوی ، غالبأ په چين کی ټول ليدل کيږی . د کاج ، سروی ، صنوبر ، هغه ناجو چه پاڼه يی د ميسی سکی په څير ده ، د تايوانی صنوبر ، د فوجيان دځانګړی صبر ، د ګونګ تونګ په نامه د ونې او د دوجونګ په نامه يو ډول چينی طبی بوټی په شمول زياتی ونی يوازی په چين کی پيدا کيږی . د کاج ونه يو ډول جګ او غټ کاج دی اود نړۍ له لرغونی او قيمتی نباتاتو څخه شميرل کيږی . هغه ناجو چه پاڼه يی د ميسی سکی په څير ده ، د يانځی سيند په حوزه کی وده کوی ، پاڼې يی د ونی له لنډو څانګوسره تړلی شوی او د پسرلی او دوبی په موسم کی تازه شنې او په منی کی ژيړی کيږی چه په نړۍ کی د باغونو او پارکونو د سمسورولو او ښکلی کولو له ٥ مهمو قيمتی ونو څخه بلل کيږی . په چين کی له ٢٠٠٠نه زيات د خوړلو وړ نباتات او څه دپاسه ٣٠٠٠طبی بوټی پيداکيږی ، لکه د څانګ بای شان په غرنی سلسله کی د ( ژن شنګ )،د تبت د (هونګ هوا )، د نينګ شيا د سيمی د اقطی او د وين نان او ګوای جو د سيمو د( سان چي ) په نامه بوټی له قيمتی او نامتو طبی بوټيو په ډله کی دي . د چين د ګلانو ډولونه هم ډيرزيات دي او په دی جمله کی د اشرفی ګل د چين نه پرته په نورو هيوادونواو سيمو کی نه شته ، دغه ډوله ګل چه شکل يی غټ او رنګ يی ښايسته دی ،د چين د ملی ګلانو څخه شميرل شوی دی .

د اقليمی منطقو له نظره د چين له شمال نه تر جنوب پوری په سړی او معتدله منطقه کی هغه ونی چه پاڼې بی د ستنی په شان دي ، په معتدله منطقه کی د ستنی په شان دپاڼو لرونکی او د غټو پاڼو لرونکی ګډې ونې ، په توده معتدله منطقه کی د پاڼو لويدونکې ونې او د ستنی په شان دپاڼو لرونکی ونی ، په نيمه حاره سيمه کی د ستنی په شان دپاڼو لرونکی او د غټو پاڼو لرونکی ونې چه په ټول کال کی شنه وی ، او په حاره سيمه کی د بارانی فصل ځنګلونه او بارانی ونی ليدلی کيږی . په نوموړی ډله کی د نيمی حاره سيمی د ونو د ډولونو د ډيروالی او ارزښتونو په برخه کی د ځمکنی کرې په همدی منطقه کی پرتی نوری سيمی د مقايسی وړ نه دي .

 

د حيواناتوډولونه او د هغو ويش

چين په نړۍ کی د ډيرو زياتو وحشی حيواناتو لرونکی هيواد هم دی چه دټول هيواد په چوکاټ کی ٦٢٦٦ ډوله مهره لرونکی ژوند کوی چه په دی جمله کی تقريبأ حيوانات ٥٠٠ ، مرغان ١٢٥٨ ، خزنده ګان ٣٧٦ ، زوحياتين ٢٨٤ او کبان ٨٨٦٢ ډولونه شامل دي او په نړۍ کی د مهره لرونکو د ډولونو يو پر لسمه برخه تشکيلوی . دغه راز په چين کی له ٥٠زرو نه زيات ډوله مهره نه لرونکی حيوانات او يولک پنځوس زره ډوله حشرات هم ليدل کيږی .

له دی امله چه د چين زياتره سيمی په دريمه او څلورمه پيړۍ کی د لويی وچی د يخچال د تاثيراتو او اغيزو څخه بی برخی شوی وی ، په چين کی زيات شمير ځانګړی ځناور او نباتات ساتل کيږی . د احصايی له مخی تقريبأ ٤٧٦قسمه هغه مهره لرونکی چه په وچه کی ژوند کوی ، يوازی په چين کی پيدا کيږی چه شمير يی د چين د همدغسی مهره لرونکو د عمومی شمير په سلو کی ١٩ اعشاريه ٤٢ نيسی چه په دی جمله کی لويه پاندا ، طلايی بيزو ، د چين د جنوب ببر ، د سور تاج لرونکی لک لک ، د يانځی سيند د تمساح په شمول څه د پاسه سل ډوله ځانګړی او قيمتی وحشی حيوانات په نړۍ کی شهرت لری . لويه پاندا چه د لويو تی لرونکی حيواناتو څخه يوه ده او تور او سپين ويښتان لری ، وزن يی ١٣٥کيلوګرامو ته رسيدای شی او تازه باڼسونه دهغوی خوراک دي ، تر اوسه پوری يوازی له يو زر نه زيات را پاتی شوی دي . له دی امله چه لويی پانداګانی خورا ډيری قيمتی او ارزښت ناکی دی ، د وحشی حيواناتو د حمايت نړيواله نښه ګرځيدلی ده . د سور تاج لرونکی سپين لک لک چه د بدن اوږدوالی يی يو اعشاريه دوو مترو ته رسيدای شی . پر سر يی يوه وړه ټوټه سور پوستکی بربند دی چه د اسيا په ختيځه سيمه کی د اوږد عمر په توګه علامه ګڼله کيږی . په سيند کی سپين وزر لرونکی خوګ په نړۍ کی له يوازينيو هغو دوو ډولونو بالنانو څخه يو دی چه په خوږو اوبو کی ژوند کوی . په ١٩٨٠کال کی د لومړی ځل لپاره په يانځی سيند کی يو سپين وزر لرونکی نر خوګ ونيول شو چه په نتيجه کی د نړۍ د همدغسی کبانو د څيړونکوپرسونلو د زياتی علاقی او پاملرنې وړ سبب شو .

نوموړی حيوانات او ځناور د چين په شمال ختيځ ، شمال ، داخلی مغوليستان او شينجيانګ ، چينګهای او تبت ، جنوب لويديځ ، منځنی او جنوبی سيمو کی ژوند کوی ، په دغو اوو لويو سيموکی د بيلا بيلو طبيعی شرايطو له امله دحيواناتو قسمونه هم بيلا بيل دي.


1 2