CRI Online
د پانګه اچولو چاپريال

د دولت په درجه د لوړو او نويو تخنيکونو سيمی

اوس په چين کښی ددولت په درجه دلوړو او نويو تخنيکونو دصنعت څه د پاسه پنځوس انکشافی سيمی جوړی شوی دی .د ولايت او وزارت په درجه څه د پاسه شپږ سوه علمی څيړونکی ثمرونه د لوړو او نويو تخينيکونو په انکشافی سيمو کښی صنعتی کول تر سره شوی دی .په نوموړو انکشافی سيمو کښی د عمده و اقتصادی اهدافو د زياتوالی کلنی منځنی ميزان په مسلسلو لسوکلونو کښی په سلو کښی شپيته برخه ساتل شوی دی او د ملی اقتصاد د انکشاف کولو مهمه قوه ګرځيدلی ده .

له د ی کبله چه د بيجينګ د ځونګ ګوان څون علمی او تخنيکی انکشافی سيمی او د تين جينګ ،شانګهای ، دا لی ، سيا مينګ ، چينګ داو او شين جين په ښارونو او د حه لونګ جيانک ، جيانګ سو ، ان خوی ، شان تونګ ، هو بی ،ګوانګ تونګ، شان سی په ولايتونو کښی د لوړو او نويو تخينکونود صنعت انکشافی سيمو په چټکۍ سره انکشاف کړی ، د چاپيريال ابادۍ يی ښه ده او د لوړو او نويو تخنيکونو دتوليداتو صدور يی ډير زيات شوی دی او د دولت له خوا د تجارتی مالونو د صادرولودپاره د لومړۍ ډلی د مرکزونو په توکه ټاکل شوی دی . له دی کبله چه د ځو جيانګ په دلتا او د يانګنځی سيند په دلتا او د بيجينګ او تين جينګ په سيمه کښی د لوړو او نويو تخنيکونو د توليداتو د صادرولو زيات مرکزونه راغونډ شوی ، نو ځکه صادراتی برخه يی په ټول هيواد کښی د لوړو او نويو تخنيکونو دتوليداتو د صدور په سلو کښی اتيا برخه نيولی ده . په ٢٠٠٢ کال کښی د تجارتی مالونو دصدور په عمومی اندازه کښی دچين د نوموړو توليداتو صادراتی برخه په سلو کښی شل برخه نيولی چه په نتيجه کښی دچين د تجارتی مالونو د صادرولو جوړښت نور هم ښه شوی دی .


1 2 3 4 5 6