CRI Online
بين المللی سازمان او چين

د اسيا او ارام سمندر د سيمی د اقتصادی همکاری موسسی او چين

 

د ١٩٨٩ کال د جنوری په مياشت کی د استراليا صدراعظم هوک د کوريا جمعوريت ته د خپل سفر په موده کی د سيمی د وزيرانو په درجه د غونډی د جوړيدو په باب د (( سيول تجويز )) وړاندی کړ ترڅو په هغی کی د اقتصادی همکاری د پياوړتيا په باب موضوع وڅيړل شی . د اړوندو هيوادونو سره د سلامشورو نه وروسته استراليا ، امريکی ، جاپان ، د کوريا جمهوريت ، نوی زيلاند ، کانادا او د هغه وخت د جنوب ختيځی اسيا د اتحاديی شپږو غړو هيوادونو د استراليا په مرکز کانپيرا کی د اسيا او ارام سمندر د سيمی د اقتصادی همکاری د موسسی د وزيرانو په درجه لومړنی غونډه جوړه کړه او په هغی کی د نوموړی موسسی ( APEC ) تاسيس اعلان شو .

د ١٩٩١ کال د نوامبر په مياشت په سيول کی د APEC د موسسی د وزيرانو په سويه په دوهمه غونډه کی د سيول ابلاغيه تصويبه شوه او په هغی کی په رسمی توګه د نوموړی موسسی مرام او اهداف ټاکل شول او هغه دا دی – د خپلی سيمی د خلکو د ګډو منافعو او ګټو لپاره دی د اقتصادی پرمختګ بهير وساتل شی ، په اقتصادی ساحه کی بايد مختلفو غړی يو پر بل باندی اټکا وکړی ، د څو اړخيز تجارت په هکله ورخلاصی سيستم دی پياوړی شی او د سيمه ايز تجارت او سرمايه ګذارۍ په برخه کی بنديزونه دی کم شی .

د اسيا او ارام سمندر د سيمی د اقتصادی همکاری موسسه ټول ٢١ غړی لری .

د نوموړی موسسی او چين ترمنځ روابط

چين په ١٩٩١ کال کی د نوموړی موسسی د غړيتوب د ګټلو نه راهيسی په فعاله توګه د APEC په اړوندو بيلا بيلو فعاليتونو کی برخه اخيستی او د خپل هيواد د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره يی ښه او مساعد بهرنی چاپيريال رامنځ ته کړی او د چين او د نوموړی موسسی د اړوندو غړو ترمنځ د روابطو انکشافی بهير يی هم ډير ګړندی کړی دی . د ١٩٩٣ کال راهيسی هر کال د چين د دولت رييس د نوموړی موسسی د مشرانو په غير رسمی غونډه کی برخه لری او په هغو کی يی د موجودو مسئلو په هکله د چين نظريات وړاندی کړی او اصولی دريځ يی څرګند کړی او د هری غونډی د بريالي کيدو لپاره يی فعال او مثبت رول لوبولی دی . په ٢٠٠١ کال کی چين په بريالی ډول په شانګهای ښار کی د APEC د موسسی غير رسمی سرمشريزه غونډه ترسره کړی وه .


1 2 3 4 5