CRI Online
ښکلی چين

د چين مشهور توريستي ښارونه

 

چين د لوي مساحت او زياتو قومونو لرونکي يو هيواد دی او د چين په بيلابيلو ځايونو کې پراته ښارونه هم خپل ځانګړي خصوصيت لري ، د چين په شمال کې د چين پلازمينه بيجنګ ښار ، په ختيځ کې د چين لوي اقتصادي مرکز شانګهاي ښار ، په لويديځ کې ښکلي منظره لرونکي او قومي خصوصيت لرونکي ښار لاسا او په جنوب کې د ګوانګ جو ښار ډير مشهور لوي ښارونه دي ، د چين زيات شمير ښارونه لکه د مرغلرو په شان د چين د ٩ مليونو او شپږو لکو مربع کيلومترو ځمکو کې پراته دي ٠

په چين کې ١٣٧ ښارونه د مشهورو توريستي ښارونو په توکه ټاکل شوي دي ، په دې جمله کې د شانګهاي ، بيجنګ ، تيان جين ، چونګ چينګ ، شنګ ځنګ ، هانګ جو ، دلاليان ، نانجنګ ، سيا من ، ګوانګ جو ، چنګ دو ، شن يانګ ، چينګ داو ، نينګ بو ، شي ان ، هاربين ، جي نان ، څانګ څون او لاسا ښارونه شامل دي ٠ دغه راز د هاربين ، جي لين ، څنګ جو ، چاو چينګ ، ليو جو او چينګ داو ښارونو په ګډون شل ګونه ښارونه د چين د تاريخي او کلتوري مشهورو ښارونو په توګه ټاکل شوي دي ٠

د بيجنګ ښار

د بيجنګ ښار د چين پلازمينه ده او د چين سياسي او کلتوري مرکز هم دی ، د جغراغيې له نظره د چين پلازمينه بيجنګ د ايتاليې د روم ، د هسپانيې د مادريد په شان په يو عرضالبلد کې واقع دی او اقليم يې د متعدلې سيمې په اقليم پوري اړه

لري ، ژمي او دوبی يې اوږد دی او پسرلي او مني يي لنډ او هوا يي وچه ده ، په کال کې د هوا منځني تودوخه يې يولس اعشاريه اته سانتي ګراد درجه ده ٠

د بيجنګ ښار ډير اوږد تاريخ لري ، هغه د ښار په توګه د دريو زرو کالو نه مخکي جوړشوی دی ، د ميلاد نه دمخه د ٧٧٠ کالو نه تر ٢٢١ کاله پوري د بيجنګ سيمه د ملوکالطوايفي حکومت د مرکز په توګه وټاکل شو ٠ د کلونوکلونو د تيريدو سره سره بيجنګ د چين په شمال کي د يوه مهم ښار په توګه ګڼل کيده ، د جين په امپراطوري سلسله کې بيجنک د پلا زميني په توګه وټاکل شو ، ورپسي د يوان ، مينګ او چينګ په امپراطوري دورو کې بيجنګ په مداومه توګه د پلازمينې په حيث ټاکل کيده ، په هغو دورو کې ٣٤ تنو امپراطورانو په بيجنګ کې پر ټول چين باندې حکومت کاوه

د نوي چين د جوړيدو نه وروسته په تيره بيا له هغه وخته راهيسي چي په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون په باب پاليسي اجراشوي د بيجنګ حالاتو ډير ستر او لوي بدلونونه موندلي دي او ډيرې زياتې عصري وداني په بيجنک کې په پر له پسي توګه جوړې شوې او د خارجي هيوادونو سره د چين مناسباتو هم په پر له پسي توګه پراختيا موندلې ده ،اوس د بيجنګ ښار د لوي قدم په اوچتولو سره د نړۍ د لويو عصري ښارونو درشل ته ننوځي ، د بيجنګ لرغوني فرهنګ او اوسني نوي صورت د چيني او بهرنيو سياحانو پاملرنه او دلچسپي راجلب کړي دي ، په دې وروستيو کلونو کې په شل ګونو مليونو چيني او بهرني سيلانيان د سيل دپاره د بيجنګ ښار ته راغلي دي ٠

اوږد او لرغوني تاريخ د بيجنګ ښارته بي شميره قديمي اثار او ښکلي منظرې راپاتي کړي دي ، ، لوي ديوال ، د ممنوعي ماڼۍ ، د يي خه يوان ، بۍ هاي ، شيانګ شان او تيان تانګ په نامه زيات مشهور پارکونه د ليدو وړ ځايونه دي ٠ په نوموړو مشهورو پارکونو او باغونو کې ښکلي او په زړه پوري منظري او عظيمي وداني د سيل او ليدو وړ دي ، دغه راز په بيجنګ کې د چين د زياتو مشهورو شخصيتونو پخواني کورونه هم د يادوړ دي ، په عين وخت کې مسافرين هم کولاي شي چې د بيجنګ په زياتو موزيمونو کې د چين سياسي ، اقتصادي ، علمي ، تخنيکي او پوځي معلومات ترﻻسه کړي ، علاوه پر دې د بيجنګ په شاوخوا ځايونو کې زياتې طبيعي منظرې په دې ډول دي ، د تيان تانګ نومي پارک ، د مينګ د ١٣ امپراطورانو مقبرې ، د يي خه يوان ، د بۍ هاي ، د جين شان په نامه پارک ، د چيني ملتونو په نامه پارکونه ، لوي ديوال ، د ژو بڼ او دنباتاتو پارک او نور ٠

د شي ان ښار

شي ان ښار د چين د شان شي ولايت مرکز دی او د چين په شمال لويديځ کې واقع دی ، هغه د چين په شمال لويديځ کې د سياسي ، اقتصادي او ترانسپورتي مرکز په توګه ګڼل کيږي ٠

د شي ان ښار يو داسي ښار دی چې د چين د پخوانيو شپږو لويو پايتختونو يعني د شي ان ، لو يانګ ، نانجنګ ، کاي فنګ ، هانګ جو او بيجنګ څخه ډير پخواني مرکز و٠ وخت يې ډير اوږد دی او زياتې امپراطوري سلسلې پکې تيري شوي دي ٠ هغه د چين په تاريخي کلتوري کې ډير مشهور دی ، د چين په تاريخ کې د لويديځ جو ، چينګ ، لويديځ هان او تانګ په شمول د لسو امپراطوري سلسلو دپايتخت په توکه ټاکل شوی و ، نو له دې امله شي ان ښار د چين په تاريخ کې ژوره اغيزه درلوده

د شي ان ښار چي د نړۍ د څلورو لويو لرغوني پايتختونو په توګه ګڼل شوی دی يو مشهور توريستي ځای هم دی ، دغه رادز د چينګ شي هوانګ د امپراطور د پوځيانو او أسانو څه دپاسه شپږ زره مجسمې چې د نړۍ د اتمې معجزې په توګه شميرل کيږي د شي ان د ښار د لين تونګ په سيمه کې پرتې دي ، نوموړي مجسمې په شلمه پيړۍ کې د ډير ستر کشف په توګه شميرل کيږي ، علاوه پر دې په دې ښار کې د دا يان په نامه لوي برج ، د خواچينګ څي او د خوا شان نومي غر په ګډون ښکلي او په زړه پوري طبيعي منظره لرونکي ځايونه هم زيات سيلانيان ځانته راجلبوي ٠

د لاسا ښار

د ﻻسا ښار د چين د تبت د خودمختاري سيمې مرکز دی او د هيمالايا غر د سلسلې په شمال کې واقع دی ، د لاسا ښار عمومي مساحت ٢٩ زرو او دوه پنځوس مربع کيلومتره دی ، په دي ځای کې هوا وچه او اورښت يې کم دی ، په ژمي کې يې هوا سړه او په اوړي کې يې هوا توده ده ، په کال کې ددې ځای د هوا د تودوخي منځني درجې اوو اعشاريه څلور سانتي ګرادو ته رسيږي ، د هرکال جولاي ، اګيست او سپتمبر د اورښت موده ده او د اورښت اندازه يې ٥٠٠ مليمترو ته رسيږي ، دﻻسا ښارد لمر دوړانګوڅخه د ډک ښار په توګه بلل کيږي ٠ په دې سيمه کې د ورځې هوا توده او د شپې لخوا هوا سړه وي ، دا ځای په اوړي کې د ګرمي څخه د ډډه کولو دپاره ښه ځای دی

د ﻻ سا ښار د نړۍ د بام په نامه د چينګ های او تبت په لوړه کې واقع دی او لوړوالی يې د سمندري سطحې د ٣٦٠٠ مترو څخه هم زيات دی او د هوافشار يې ټيټ دی ، هغه خلک چې د لومړي ځل دپاره ﻻسا ته ځي اکثريت يې ددې ځای د هوا د ټيټوالي سره سمون نه خوري ، د يوې يا دوو ورځو نه وروسته مسافرين ورو ورو د نوموړو حالاتو سره سمون خوري ، د هرکال د اپريل نه تر اکتوبر پوري د مسافرينو دسفر دپاره ښه او مناسب وخت دی ٠

په تبتي ژبه کې ﻻسا د رب النوع د هستوګنځي معنا ورکوي ، نوموړي ښار ډير اوږد تاريخ لري او ديني او فرهنګي محيط يې هم ډير ژور دي ، په دې ځای کې د دا جاوپه نامه معبد ، باکو واټ او د بودالا ماڼۍ د ليدو وړ ځايونه دي ٠


1 2 3 4