CRI Online
د چين د ملی اقليتونو اقتصاد او ټولنه

د چين د ملی اقليتونو تعليمی چارې

 

تعليم او پوهنه د علومواو تخنيکونو د پرمختګ بنسټ ګڼل کيږی٠ د چين حکومت يو لړ امتيازی پاليسۍ په جوړولو او د خاصو تدبيرونو په نيولو سره د ملی اقليتونو تعليمی چارو ته انکشاف ورکوی٠ مثلأ : د ملی اقليتونو د تعليمی چارو انکشاف ته ستر اهميت او مرستې ورکوی او د قومی تعليمی چارو د اداره کولو په غرض يی خاص سازمان جوړ کړيدی؛ د ملی اقليتونو خودمختارو ځايونو ته د قومی تعليمی چارو د پرمخبيولو صلاحيت ورکول کيږی او په دی برخه کښی د دوی د ځانګړو حقوقو احترام کيږی ؛ د قومی ژبو او ادباتو په باب پوهنې او په درس ورکولو په بهير کښی له دوو ډولو ژبو يعنی د چين له ملی ژبې او د ملی اقليتونو له ځانګړی ژبو څخه استفادې ته ستر اهميت ورکول کيږی ؛ د ملی اقليتونو د ليک دودونو بشپړتيا اود ملی اقليتونو د ښوونکو روزنې ته پياوړتيا ورکول کيږی ؛ د تعليمی پانګو او لګښتونو له لحاظه ملی اقليتونو او قومی سيمو ته خاص امتيازات ورکول کيږی؛ د قومی سيمو او ملی اقليتونو د حقيقت له مخی ډول ډول قومی ښوونځی جوړيږی ، له ملی اقليتونو څخه د محصلينو د منلو له لاری د قومی سيمو دپاره ماهران او بااستعداد کسان روزل کيږی او د نويو زده کوونکو د منلو او ژوند په لحاظ د ملی اقليتونو زده کوونکو ته مساعد امتيازات ورکول کيږی او د پرمختللو سيمو په راسمبالولو سره د قومی سيمو تعليمی مرستې ته ورکول کيږی ٠

د چين حکومت د ښوونځيو په وسيله د ملی اقليتونو د سيمو تعليمی چارو ته د انکشاف ورکولودپاره قوی تدبيرونه غوره کړی او له ټولو شرائطو څخه په استفادې سره يی ډول ډول ابتدائی مکتبونه، منځنی ښوونځی او پوهنتونونه جوړ کړيدی ، دغه راز د قومی خصوصيت له مخی د ځانګړی ليک دود لرونکو قومونو په ابتدائی مکتبونو او منځنيو ښوونځيو کښی زده کوونکو ته د درس ورکولو په بهير کښی له قومی ژبې څخه استفاده کيږی او د چين په بيلا بيلو ښوونځيو کښی د ملی اقليتونو د زده کوونکو شمير ګام په ګام په زياتې اندازې سره زياتيږی ٠ برسيره پردی د چين د شمال لويديځ ، شمال ختيځ او جنوب لويديځ کښی د ملی اقليتونو د ګڼ شمير خلکو د اوسيدو په ټولو سيمو کښی قومی پوهنتونونه او پوهنځی شته او پکښی د بيلا بيلو قومونو محصلين روزل کيږی ٠

د احصائی له مخی ، اوس د چين ټول پنځه پنځوس ملی اقليتونه خپل محصلين لری او ځينی يی د مګيستر او دوکتور د علمی درجو د ګټلو دپاره اسپرانتان هم لری٠


1 2 3 4