CRI Online
د چين د ملی اقليتونو اقتصاد او ټولنه

د چين د ملی اقليتونو کلتورونه

 

د ملی اقليتونو کلتورونو ته د دوام او انکشاف ورکولو دپاره د چين په بيلا بيلو قومی خودمختارو سيمو او خودمختارو لويو ولسواليو کښی د ځانګړی حالاتو له مخی په وار سره د خپلو سيمو د ليکوالو، د ډراميو د ليکوالو، موسيقی دانانواو سندره غاړو ، نڅا کوونکو، هنرماندانو او نقاشانو او فلمی کارکوونکو داتحاديو او د عکاسانو د ټولنو په شمول ادابی او هنری سازمانونه جوړ شويدی٠ د ملی اقليتونود خودمختارو ځايونو په پوهنتونونو او قومی پوهنځيو کښی د ملی اقليتونو د ادباتو څانګې او مسلکی کلاسونه هم شته او په ځينو ځايونو کښی قومی هنری ښوونځی هم جوړ شويدی ، مثلأ موسيقی پوهنځی، د ډرامو پوهنځی، د فلمو پوهنځی او داسی نور چه له هغو څخه د ملی اقليتونو زيات شمير ادبی او هنری ماهران روزل شويدی٠ د مثال په ډول د قومی طب او دواګانو په برخه کښی تر اوسه پوری د چين د تبت ، داخلی مغولستان او شينجيانګ په خودمختارو سيمو کښی په جلا جلا توګه د تبتی ، مغولی او ويغوری عنعنوی طب روغتونونه او د قومی عنعنوی طب او دواګانو منځنی مسلکی ښوونځي جوړشويدي٠

اوس په چين کښی د ملی اقليتونو د ليکوالو او هنرماندانو يو تګړه صف رامنځ ته شوی او د ملی اقليتونو يو شمير مسلکی او غيرمسلکی هنری نمايش کوونکی هئيتونه او ټيمونه جوړشويدی چه دوی د ملی اقليتونو په کليو، مالدارو سيمو ، ښارونو او ښارګوټو کښی د خپلو هيوادوالو دپاره خدمتونه ترسره کوی٠

د ملی اقليتونو يو شمير ولسی ادباتو او هنرونو مدارک چاپ شويدی، مثلأ: << د چين د ولسی سندرو عمومی مجموعه>>، << د چين د ډرامی موسيقو عمومی مجموعه>>، << د چين د بيلا بيلو قومونو د ولسی موسيقی الاتو مجموعه>>، << د چين د ولسی نڅاوو عمومی مجموعه>>، << د چين د ولسی کيسو عمومی مجموعه>>، << د چين د متلونو مجموعه>> او داسی نور چه په دغو ستروکتابونو کی د ملی اقليتونو ډير زيات کلتوری او هنری مدارک شامل دی٠

د ملی اقليتونو د ادبی او هنری مجلو چاپ هم ډير چټک انکشاف موندلی دی٠ اوس په چين کښی د بيلا بيلو ملی اقليتونو څه دپاسه سل ډول ادبی او هنری مجلې شته او ځينی ځايونه د اشعارو، موسيقو، نقاشيو،فلمونو او ډرامو په باب ځانګړی مجلې هم لری چه له دې جملې څخه څه دپاسه شل ډول مجلې د ملی اقليتونو په ليک دودونو چاپيږی ٠ د چين په قومی خودمختارو ځايونو کښی چاپ شوی کتابونه، ورځپاڼې او مجلې په لويې پيمانې سره زياتيږی او يوازی د هغو کتابونو ډولونه څه دپاسه دری زرو څلور سوو ته رسيږی کوم چه د ملی اقليتونو په ليک دودونو چاپيږی٠


1 2 3 4