CRI Online
د امنحان سياست

د کانکور امتحان يعني عالي امتحان

د نورو هيوادو په شان په چين کي عالي مدرسې ته د داخليدو دپاره د کانکور امتحان هم پرخاي کيږي چه نوموړي امتحان د ښوونې د وزارت لخوا د صادر شوي برنامې تر لارښوونې لاندي تر سره کيږي او موضوعات يي د دولت يا ولايت د تعليمي څانګې لخوا په واحد ډول ټاکل کيږي او د کانکور وخت هرکال د جون له اوومې نيټې نه پيل کيږي چه دوه ورې ورځې به دوام ولري.

اوس په چين کي د کانکور په امتحان کي د درې جمع ايکس صورت استعماليږي درې يعني ژبه او ادب ، رياص او خارجي ژبه او ايکس په بيلا بيلو ولايتونو کي بيل دې چه کيداي شي فزيک ، کيميا ، بيولوژې ، تاريخ او نور دي .

د اوږدې مودې راهيسې د کانکور امتحان د خلکو د توجه وړ ګرزيدلی دی ، خو د وروستيو کلونو راپديخوا په عالي مدرسو کي د زده کوونکو د منلو او شامليدو ميزان د لوړيدو په حال کې دی ، نو د زده کوونکو او ددوي د کورنيو په غاړو فشار هم څه نا څه کم شويدی ، مګر هر کله چه د کانکور د امتحان وخت رارسيږي ، دغه امتحان لا هم د تولڼې لخوا د توجه وړ موضوع ګرزي .


1  2  3  4