CRI Online
د امنحان سياست

د تصديق نامو د اخيستلو امتحانونه

دعلمي درجو د اخيستلو د امتحانونو نه پرته په چين کي د ډول ډول تصديق نامو د ګټلو امتحانونه هم ډير دي . د تصديق نامو د اخيستلو مقصد د کار پيدا کول دي . اوس په چين کي د خارجې ژبو ، کمپيوتر ، موسيقي او نڅا د درجو او د حقوقو او محاسبې د سويو د ټاکلو امتحانونه شته ، علاوه پردې په بين المللي ساحه کي د چين د اقتصادي پرمختګ د چټکتيا سره سم د بين المللي حرفه وي اعتبار او سويې د پيژندلو امتحانونه هم په چين کي جوړيږي .

په چين کي د تصديق نامو د اخيستلو امتحانونه په زياتو درجو ويشل کيږي او د تصديق نامه لرونکو د سويو څرګندوي دي . نو ځيني امتحانونه په يو وار تر سره نشي کيداي ، نو لازمه ده چه امتحان کوونکي د پر له پسي کوششونو له لارې خپله سويه لوړه کړي .


1  2  3  4