CRI Online
ساينس او تکنالوژۍ

د چين ساينس او تکنالوژۍ

د وروستيو څو کلونو راهيسی دچين حکومت د هغه ستراتيژيکی پلان سره سم چه د علومو او پوهنی په وسيله هيواد اباد او سمسور کړی شی ، د علومو او تختيکونو ودې ته ډير اهميت ورکړی او د علمی څيړنی او تخنيکی نوی والی په برخه کی يی زياتی پانګی اچولی دی . مثلأ يوازی په ٢٠٠٣ کال کی په نوموړی ساحه کی د ټولی ټولنی لخوا اچول شوی پيسی له ١٥٠ ملياردو ژن مين بی يوانو څخه اوښتی چه د چين د داخلی توليداتو په عمومی ارزښت کی يی په سلو کی يو اعشاريه ٣٥ برخه نيولې ده .

د چين د علمی او تخنيکی کار په عمده توګه د دولت په درجه د علمی او تخنيکی پلان د تطبيق له لاری ترسره کيږی . اوس مهم علمی او تخنيکی پلانونه په بنيادی څيړنی ، د لوړو او نويو تخنيکونو په بهربردارۍ ، کرنی ، عصری او نويو تخنيکی صنايعو ، فضايی تکنالوژۍ ، ملی دفاع او داسی نورو ساحو پوری اړه لری . دغه پلانونه لومړی د چين د ساينس او تکنالوژۍ د وزارت لخوا ټاکل کيږی او بيا د مناقصی د ايښودلو له لاری اړوند علمی څيړونکی سازمانونه انتخاب کيږی . ټاکل شوی اړوند سازمانونه د نوموړو پلانونو د ترسره کولو لپاره پيسی له حکومت څخه اخلی .

د څو کلونو د زيارونو او هلوځلو نه وروسته چين د بيلا بيلوساحو په شمول د علمی او تخنيکی څيړنی او نوی والی د لياقت او توان خاوند شوی دی . په تيره بيا د بنيادی او لومړنی څيړنی او لوړو او نويو تخنيکونو په ځينو ساحو کی د چين لخوا ترلاسه شوی برياليتوبونه د نړۍ مترقی سويی ته رسيدلی يانژدی شوی دی .

د چين د عالمانو په قلم د هغو تيزسونو شمير چه په اړوندو نړيوالو جريدو او مجلو کی خپاره شوی ، په ٢٠٠٣ کال کی په نړی کی پنځم مقام نيولی دی . دغه راز د چين په داخل کی د علمی او تخنيکی اختراعاتو او کشفياتو په اړه د امتيازی حق غوښتنليکونو هم نسبتأ لوی زياتوالی وموند . له دی نه څرګنده شوی چه د علمی او تخنيکی نوی والی په برخه کی د چين طاقت او لياقت د لوړيدو په حال کی دی .


1  2  3  4