CRI Online
ساينس او تکنالوژۍ

د چين علمی څيړونکی ارګانونه

اوس په چين کی تقريبأ څه د پاسه دوه زره علمی څيړونکی ارګانونه شته چه په دی جمله کی د دولت په درجه سازمانونه څه نا څه پنځو سوو ته رسيدلی او نور يی په جلا جلا توګه په عالی مدرسو يا لويو صنعتی موسسو پوری اړه لری .

د چين علمی څيړونکی ارګانونه په عمده توګه د بنيادی علم ، عملی علم او د ټولنيز ( عام المنفعه ) خدمت څخه عبارت دي .د بنيادی علم څيړونکی دندی په عمده توګه د چين د علومو د اکاډمی او د بيلابيلو پوهنتونونو او عالی مدرسو په اړه د انستيتيوټونو په غاړه اخيستل کيږی . د عملی علم د څيړلو دندی اکثرأ د چين د مختلفو صنعتی سازمانونو يعنی د لوړو او نويو تخنيکونو په اړه د اوسنيو تصديو په غاړه دی .

د چين د علومو اکاډمی په چين کی تر ټولو مشهور او لوی علمی څيړونکی ارګان بلل کيږی او په ١٩٤٩ کال کی جوړه شوی او مقر يی په بيجينګ کی دی . د چين د علومو اکاډمی د هيواد په بيلا بيلو سيمو کی ١١ فرعی سازمانونه او ٨٤ انستيتيوټونه لری چه تقريبأ شل زره تنه څيړونکی پکی کار کوی .


1  2  3  4