CRI Online
د تبت قومونه

تبتی قوم

تبتی قوم د تبب عمده قوم دی او ځانګړی ژبه لری٠ د دی قوم خلک په عمده توګه په کرنې بوخت دی او ښاريان يی اکثرأ په لاسی صنعت، صنائعو او سوداګرۍ لاس پوری کوی٠

د تبتی قوم هيوادوال پر تبتی بوديزم باندی عقيده لری، ميلمه پالونکی او خوشحاله خلک دی او د سندرو ويلو او نڅا کولو په برخه کښی لوی لاس لری٠ تبتی سندرې خوږې دی او عمومأ د نڅا په بدرګه ويل کيږی ٠ د پوښاک په برخه کښی تبتي نارينه وريښمين يا پمبه يی لنډ کميسونه او غټ بالاپوش اغونډی او ښځې يی د کميس دباندی لستوڼی نه لرونکی بالاپوش اغونډی او په ملا کښی کمربند تړ ی٠ واده شوی ښځه په ملا کښی ښکلی پيش بند هم تړی ٠ د تبتی قوم ټول خلک که نارينه وی يا ښځې د ويښتانو کوڅۍ لری او ګاڼی هم تړی ٠ البته د مختلفو ځايونو لباسونه لږ څه توپير لری٠ د ٌ زان با ٌ په نامه د تبتی غنمو او لوبيا پودر د تبتيانو عمده خوراک دی ، دوی د کوچو او شيدو لرونکو چايو او له تبتی غنمو څخه د جوړشويو شرابو له څښلو او د غوايی او پسه د غوښو له خوړلو سره شوق لری٠ اوس د تبتيانو د تدفين دودونه دری ډولونه دی : مرغان د مړې غوښه خوری، مړی سوځول کيږی يا په سيند کښی اچول کيږی ٠


1  2  3  4