CRI Online
د تبت قومونه

د ٌ موينبا ٌ قوم

د ٌ موينبا ٌ قوم په عمده توګه د تبت د خودمختارې سيمې د جنوبی برخې د ٌ موين يوٌ او ٌ موتو ٌ په ناحيو کښی اوسيږی٠ دا قوم خپله ژبه لری ، خو له تبتی ليک دود څخه استفاده کوی٠ د ٌ موينبا ٌ د قوم هيوادوال په عمده توګه په کرنې بوخت دی او شولې کری، دغه راز دوی په مالدارۍ او ښکار هم لګيا دی او له باڼسو او تاکونو څخه د مصنوعاتو او ورځنيو شيانو په جوړولو کښی لوی لاس لری٠ د دی قوم نارينه او ښځې سور اوږد بالاپوش اغوندی او ژيړ يا تور نمدی خولۍ په سر کوی، د موينبا قوم ښځې بنګړی او غوږوالی تړی او د نارينه په ملا چاړه ځوړندوی ٠ د دی قوم ټول خلک که نارينه وی يا ښځې د شرابو او نسوارو له څښلو سره شوق لری ٠ د دوی عمده غله جات وريجی او جواری دی٠ د موينبايانو د تدفين عادت په اوبو کښی د مړی ډوبول دی او ځينی يی تر مځکې لاندی د خښولو يا سوځولو عادت هم لری ٠ د ٌ موينبا ٌ قوم اکثره خلک پر تبتی بوديزم باندی عقيده لری٠


1  2  3  4