د داجاو په نامه معبد او د باکو واټ
د لاسا ښار په مرکز کې يو معبد شته چې داجا نوميږي او په ميلادي ٦٤٧ کال کي د تبت د امپراتور سونګ جان ګان بو لخوا د تانګ د امپراتور د وين چينګ شاهزادګۍ سره د نکاح کيدو دپاره جوړشو ٠ په نوموړي معبد کې بودايي تالار چې بودايي مجسمې پکې پرتې دي او د بودايي کتاب د لوستلو کوټې هم موجودې دي ،
د بودايي تالار څلور طبقې لري ، نوموړي تالار د تانګ د امپراتوري سلسلې ساختماني سبک لري او هم د نيپال او هند ساختماني هنري خصوصيت هم لري ٠د تالار په منځ کې د شکاموني يوه ژيړه مجسمه ولاړه ده چې ورباندې په سرو زرو مطلا شوې ده ٠د نوموړي معبد د دهليز پر ديوال باندې تبت ته د وين چينګ شهزادګۍ د رسيدوپه باب منظرې او د ځينو افسانو تصويرونه کښل شوي دي چې اوږدوالی يې زرو مترو ته رسيږي ٠
د داجاو معبد په څانګ کې د باجاو په نامه واټ دی په دې واټ کې د محلي ، نيپالي او هندي سوداګرانو زيات کوچني دکانونه څنګ په څنګ پراته دي او پکې ځانګړي خصوصيت لرونکي لاسي صنعتي او هنري توليدات پلورل کيږي ، په دې واټ کې د ليدو وړ حالت دا دی چې ځيني خلک په واټ کې د رکعت په شکل د داجاو د معبد په شاوخوا تاوويږي ، دا د لاما دين تر ډولو نه لوړ عبادت دی ٠
|