د جاشلونبو په نامه معبد
د جاشلونبو په نامه معبد د تبت د ژيړ دين تر ټولو نه لوي معبد دی چې تر اوسه پوري څه دپاسه پنځه سوه کاله تاريخ لري ، او د بانڅان لاما لخوا د ديني او سياسي فعاليتونو د ترسره کيدو مرکز دی ٠
نوموړي معبد په غره کې جوړشوی دی چې څه دپاسه دوه سوه وداني لري ، په دې معبد کې د مي له بودا يو لوي تالار شته چې لوړوالی يې ديرش متره دی او پکې د مي له بودا يوه ژيړه مجسمه پرته ده چې جګوالی يې ٢٦ اعشاريه ٢ متره دی ، نوموړي مجسمه د څه دپاسه دريو سوو کيلوګرامو سرو زرو او څه دپاسه يو لکو لس زرو کيلوګرامو ژيړو او د څه دپاسه يو زرو څلور سوو دانو غرملرو او قيمتي ډبرو په واسطه جوړه شوه ٠
|