CRI Online
د تبت مذهبونه

د تبت د خلکو مذهبی دودونه

د تبت خلک د مذهبی عقيدې پوره ازادی لری٠ د تبت په خودمختاره سيمه کښی د تبت ، موينبا ، لوه با او ناسی د قومونو اکثر هيوادوال پر تبتی مذهب باندی عقيده لری او په عين وخت کښی لږ شمير خلک يی د اسلام پر مبارک دين او کاتوليکی دين باندی هم عقيده لری٠ اوس د تبت په خودمختاره سيمه کښی د تبتی بوديزم څه دپاسه يو زرو اووه سوه معبدونه شته او پکښی څه نا څه شپږ څلويښت زره تنه بودائيان او ښځينه بوداګانې شته ٠ دغه راز په تبت کښی څلور جوماتونه او څه دپاسه دری زره تنه مسلمانان شته او يوه کاتوليکی کليسا او څه دپاسه اووه سوه کاتوليکان موجود دی ٠ بيلا بيل مذهبی فعاليتونه په عادی توګه روان دی او د مذهبی پيروانو اړتياوې هم پوره شويدی٠

د تبت د خلکو دودونه ښه ساتل شوی او تر ښه حمايت لاندی دی ٠ د تبتی قوم او نورو ملی اقليتونو ټول هيوادوال يی دا حق او ازادی لری چه د خپلو عنعنوی دودونو له مخی ژوند او ټولنيز فعاليتونه وکړی٠ دوی د خپلو قومونو د لباسونو ، خوراکونو او استوګنې د عنعنوی سبکونو او شکلونو د ساتلو په عين وخت کښی د پوښاک ، خوراک ، استوګنې او د واده او تدفين په برخو کښی هم اوسنی تمدن او د سالم ژوند دودونه هم منلی دی٠ د تبت په خودمختاره سيمه کښی د تبتی جنټرۍ د نوی کال په شمول د يو شمير اخترونو د نمانځنې فعاليتونه او زيات مذهبی مراسم ښه ساتل شوی او دوام لری او په عين وخت کښی د خپل هيواد چين او حتی د نړۍ د ډول ډول اخترونو د نمانځنې فعاليتونه ترسره کيږی ٠


1  2