CRI Online
د چين طب

د چين د عنعنوي طب اساسي تيوري

د چين عنعنوي طب اساسي تيوري د انسان د بدني حياتي فعاليتونو او د ناروغيو د بدليدو د قانون سره سم رامنځته شوې او پکې د ناروغيو د علتونو، د تشخيص د طريقو ، د علاج لارې ، د ناروغۍ د مصنونيت ، د روغتيا د ساتنې او د داسي نورو محتوياتو څخه عبارت دي ٠

د چين د قديمي فلسفې له نظره د انسان په شمول هر طبيعي موجودات ټول متناقض موجودات دي ٠ د چين عنعنوي طب د نوموړي تيورۍ په نظر د انسانو د بدن د پاسني او لاندني برخې ، د بدن د بهرنيو او داخلي بيلا بيلو برخو او د انسان او د طبيعي چاپيريال ترمنځ نه يوازي نژدي اړيکې لري بلکه يو له بل سره متناقض هم دي ٠ نو که د نوموړو بيلا بيلو خواوو ترمنځ د روابطو هماهنګۍ خرابه شي ، ناروغۍ به پيدا شي ٠

د نوموړي تيوري سره سم د چين د عنعنوي طب له نظره په طبيعي نړۍ کې ټول موجودات په پنځو ډولونو خاصيت لرونکو موادو پوري اړه لري چه دغه ينځه ډول خاصيت لرونکي مواد يعني لرګې، اور ، خاورې ، سره زر او اوبه ګڼل کيږي ٠ دغه پنځه ډول مواد يو له بل سره جلا نه کيږي خو له بلي خوا يو له بل سره متناقض هم دي ٠ د چين عنعنوي طب د د غې تيورۍ له مخې د انسان د بدن د داخلي بيلا بيلو جهازونو د ناروغيو تشخيص کوي ٠

د چين د عنعوي طب د تيوري سره سم د طبيعي نړۍ د نجوم ،د هوا پيژندنې او د هوا بدلون د انسانو پر روغتيا او ناروغيو باندې اغيزه لري او د کال د پسرلي ، دوبي ، مني او ژمي د څلورو فصلونو د هوا بدليدو په بهير کې د څلورو فصلونو د باد ، يخنۍ ، ګرمي ، لوندوالي ، وچکالي او اور په ګډون شپږ ډول عوامل رامنځته کيږي ٠ د دغو طبيعي پديدې د بدلونونو د عوامل او د ناروغيو ترمنځ اړيکي لري ٠

د چين د عنعنوي طب له نظره د انسان د بدن د بيلا بيلو جهازونو لکه د زړه ، ځګر ، طحال ، سږي ، بډوډۍ او د کلمې ، دماغ ، هډوکو او داسي نورو بدني جهازونو د فيزيولوژيکي رول او د ناروغيو د بدلونونو ترمنځ اړيکي موجود دي ٠

د چين د عنعنوي طب د تيورۍ سره سم د بدن په د ننه کې د هوا او د ويني انتقالي لاره شته او په ټول بدن کې يي مهم رول لري ٠ که په دغه سيستم کې کوم بدلون رامنځته شي ، دا به د بدني جهازونو د ناروغيو سبب شي ٠


1  2  3