CRI Online
د چين طب

د چين د عنعنوي طب د تشخيص طريقې

د چين د عنعنوي طب د عادتونو سره سم ډاکتران په عمده توګه د کتلو ، اورولو، بويولو او د لمس کولو په شمول د احساسونو د لياقت څخه په استفادي سره د ناروغانو سره د تماسونو د نيولو يا د ناروغانو د خپلوانو سره د خبرې کولو له لارې په هره اړخيزه توګه د ناروغيو په باب اړوند معلومات تر لاسه کوي ترڅو سک تشخيص وکړي ٠ په دي هکله څلور عممده طريقې په دي ډول دي ،

د کتنې تشخيص

د چين د عنعنوي طب له نظره د انسان د بدن د بهرنيو برخو او د بدن د داخلي جهازونو ترمنځ نژدي اړيکي لري ، که چيري د انسان د بدن دننه د جهازونو په کارونو کې کوم بدلون رامنځته شوي ، حتمأ به يي د بدن د بهرنيو برخو لکه د روح ، رنګ ، شکل له داسي نورو برخو نه څرګند شي ٠

د کتني تشخيص په عمده ډول د سړي د روح ، د مخ رنګ ، د ژبي رنګ ، د بدن د پوستکې رنګ ، د ميتياز او غول رنګ او د داسي نور د بدن بهرني برخې د بدلونونو څخه عبارت دي ٠

د بويولو تشخيص

د يويولو تشخيص په دي ډول دي چه ډاکتر د ناروغانو د اوازونو او د مدفوعاتو د بوي سره سم د ناروغيو تشخيص کوي ٠

په دي بهير کې ډاکتران د ناروغانو د اوازونو د بدلونونو او د بدن د بيلا بيلو جهازونو د تغييراتو په باب معلومات تر لاسه کوي چه نوموړي اوازونه د ناروغانو د خبرو، تنفس ، د ټوخي او داسي نور اوازونو څخه عبارت دي ٠

بوي له دوو برخو څخه عبارت دي چه يو يي د ناروغانو د بدن او بل يي د مدفوعاتو څخه خپري شوي دي ٠

د پوښتنې تشخيص

د دغې طريقې له مخې ډاکتران له ناروغانو يا د دوي د خپلوانو څخه د پوښتنې له لارې د ناروغيو د پيښيدو ، پرمختيا او د علاج په باب يو لړ اړوند معلومات تر لاسه کوي او په عين وخت کې د ناروغيو او د ناروغانو د ورځني ژوند ، د کار چاپيريال ، د خوارکونو او د واده په هکله د ناروغيو په ارتباط يو لړ معلومات لاس ته راوړي ٠

د پوښتنې په تشخيص کې د ناروغانو اړوند شخصي حالت شامل دي ٠ لکه د ناروغ نوم ، جنس ، عمر ، کار ، واده او داسي نور ٠ بر سيره پر دي د ناروغانو دناروغيو او اړوند شخصي او کورنيو تاريخ هم پکې شامل دي ٠

د تماس نيولو تشخيص

ډاکتران په خپلو لاسونو د ناروغانو د بدن سره د تماس نيولو له لاري ناروغۍ تشخيص کوي او دغه ډول تشخيص په دوو برخو ويشل کيږي چه لومړي د نبض د شميرلو او احساسولو په واسطه د تشخيض په بهير کې د نبض د ضربانونو د بدلون سره سم د ناروغيو په باب معلومات تر لاسه کوي ٠ دوهم په لاسونو د ناروغانو د بدن پر اړوندو برخو باندې فشار اچول دي او له دې لارې د اړوندې بدني برخې ناروغۍ درک کوي ٠


1  2  3