CRI Online
د چين تاريخ په باب مشهور کتابونه

د تاريخی يادداشت په نامه ستر اثر

د تاريخی يادداشت په نامه لوی اثر د چين په تاريخ کښی يو ستر تاريخی کتاب دی او هم د بيوګرافۍ په شکل يو لوی ادبی اثر بلل کيږی چه د چين په تاريخی او ادبی ساحو کښی يی ژوره او قوی اغيزه کړی ده ٠ دغه تاريخی اثر د ميلاد نه دمخه په لومړی پيړی کښی د چين د لويديځ ( هان ) په سلسله کښی وليکل شول او پکښی له لری لرغونی تاريخ څخه تر لويديځ ( هان ) پوری په ٣٠٠٠ کالو کښی د چين سياسی ، اقتصادی او ثقافتی حالات ياد شوی دی ٠ دغه ستر کتاب د چين يو داسی لومړنی لوی اثر هم ګڼل کيږی چه د شخصيتونو د بيوګرافۍ په شکل وليکل شول ٠ او له دی برکته د چين د بيوګرافۍ د ادبياتو فصل پرانستل شو ٠ د چين په تاريخ او ادبياتو کښی د تاريخی يادداشت په نامه د لوی کتاب د خدمتونو د يادونی نه مخکښی به مونږ لومړی د کتاب د ليکوال ( سه ماچيان ) په باب يو څه معلومات وړاندی کړو ٠ ( سه ما چيان ) د چين د لويديځ ( هان ) په سلسله کښی يو تاريخ پوه او اديب ؤ ٠ او په يوه تاريخ پوهه کورنی کښې زيږيدلی او لوی شوی و ٠ دده پلار په هغه زمانه کښی د تاريخ پيژندنی يو مامور و ٠ د کوچنيتوب په وخت کښی ( سه ما چيان ) يو باعقله او هوښيار هلک و او په کتابونو کښی د ليکل شويو نامتو تاريخی شخصيتونو او پيښو په مقابل کښی يی خپله خاصه نظريه درلوده ٠ د زلميتوب په موده کښی هغه نورو زياتو سيمو ته سفر وکړ او په سفرونو کښی يی د ټولنی رسم رواجونه او ولسی دود دستورونه له نژدی نه وکتل ، د اقتصادی حالاتو او محلی پيداوارو په باب يی زياتی څيړنی وکړی او د بيلا بيلوسيمو د مشهورو تاريخی اثارو څخه يی ليدنه کتنه وکړه ٠ دغه راز يی د مختلفو سيمو د نامتو او اغيزه ناکو تاريخی شخصيتونو بيوګرافی او د لويو پيښو په باب مربوط مواد او اسناد يی راغونډ کړل ٠ وروسته ( سه ما چيان ) د خپل پلار دوارث په حيث هم د تاريخ پيژندنی ماموريت په غاړه درلود ٠ څرنګه چه په هغه زمانه کښی د تيرو زمانو په باب يادداشتونه د ملوک الطوائفو له خوا د خاورو د نيولو په مقصد په جنګی حالاتو کی ليکل شوی ؤ ٠ نو د ليکوونکو د تاريخی نظر د بيلتون او د تنګ ليد له امله ( سه ما چيان ) د لرغونی اسنادو او اثارو د تنظيمولو په عين وخت کښی تصميم ونيوه چه په خپل قلم د مکمل تاريخ يو لوی کتاب وليکی ٠ په دی وخت کښی ( سه ماچيان ) په سياسی وجه د سلطنتی حکومت له خوا د تناسلی الی د ايستنی سزا وګالله چه له دی امله د ( سه ما چيان ) بدن او روح خورا سخت زخمی شو ٠ که څه هم وروسته امپراطور بيا ور باندی زيات اعتبار ټينګ کړ خو دده روحی زخم هيڅکله جوړ نه شو او ذهن يی د پخوا نه بيخی بدل شو ٠ دده په نظر د ژوند يوازنی مقصد يی د تاريخی يادداشت په نامه د لوی کتاب ليکل دی ٠ په دی توګه ( سه ماچيان ) په ١٣کالو کښی په ٥ لکو چينايی کليمو ١٠٣ مقالی وليکلی او دغه کتاب يی بشپړ کړ ٠ دغه کتاب د بيلا بيلو تاريخی دورو د امپراطورانو په شمول په سياسی مرکز کښی د مختلفو طبقو د مهمو او لويو شخصيتونو د بيروګرافيو په عمده وو محتوياتو له ٥ برخو څخه عبارت دی ٠ په لومړی برخه کښی د تاريخ نه راهيسی د بيلا بيلو پادشاهی او امپراطوری سلسلو د رامنځ ته کيدو ، پياوړی کيدو او زوال کيدو جريان او مربوطی مهمی او لويی تاريخی پيښی ثبتی شوی ٠ په دوهمه برخه کښی د جدول په شکل د مختلفو تاريخی دورو مهمی او لويی پيښی څرګندی شوی ٠ په دريمه برخه کښی د نجوم ، جنتری قانون ، اوبو لګولو، اقتصاد او فرهنګ په شمول د تاريخ په بيلا بيلو ساحو کښی خاص موضوعات او مقالی رايادی شوی ٠ په څلورمه برخه کښی د تيرو بيلا بيلو دورو د ملوک الطوئفانانو فعاليتونه او مهمی پيښی يی وليکلی شوی او په وروستنی برخه کښی په مختلفو تاريخی زمانو کښی د بيلا بيلو طبقو د نامتو او اغيزه ناکو شخصيتونو بيوګرافۍ او د ځينو قبايلو تاريخ ثبت شو ٠ په تيره بيا د امپراطورانو بيوګرافۍ ، د ملوک الطوئفانو فعاليتونه او مربوطی مهمی پيښی او د تاريخ د بيلا بيلو طبقو د نامتو شخصيتونو بيوګرافۍ دغه دريواړه برخی د کتاب اکثری پاڼی نيسی ٠ په دغو ٣ برخو کښی په عمده توګه د شخصيتونو د يادولو له لاری تاريخ ثبت شو ٠ نوځکه ( سه ماچيان ) د تاريخی يادداشت د ليکلو په هکله د بيوګرافی په شکل نوی ادبی سبک وټاکه ٠ د تاريخی يادداشت په نامه دغه کتاب تل د واقعی او ريښتيانی يادداشت په توګه وګڼل شو ٠ ( سه ماچيان ) هغه پخوانی عادت پريښود چه ليکونکو د تاريخ د يادونی له لاری د امپراطورانو او ممتازو وزيرانو د کارنامو ستاينه وکړه او د همهغی دوری د سلطنتی سعادتمنۍ او سوکالۍ قدردانی يی وکړه ٠ د تاريخی يادداشت په دی لوی کتاب کښی ليکل شوی محتويات د نورو فيوډالی ټولنو د رسمی تاريخی يادداشتونو څخه لا زيات غنی او زياتو ساحو ته خپاره شوی دی ٠ د ( سه ما چيان ) مقالی نه يوازی د سياسی موضوعاتو په باب دی ٠ بلکی د سياسی ، اقتصادی ، نظامی ، کلتوری ، او نجومی ، جغرافيايی اړخونو او ملی دود دستورونو سره يی يو ځاي کړی او په واحده نظريه يی يوه مکمله او رنګارنګه تاريخی نړۍ اخلافو ته وړاندی کړی ده ٠ د پيچلی او تريخ شخصی سرنويشت له امله ( سه ما چيان ) فردی حيات او شخصي ارزښت ته خاصه او زياته توجه وکړه ٠ نو ځکه دغه کتاب د تيرو نورو فيوډالی ټولنو د رسمی تاريخی يادداشتونو سره د مينی او دښمنۍ د تميز په باب څرګند توپير لری ٠ په دی کتاب کښی هغه د فيوډالی ټولنی د ظالمو طبقو په تيره بيا د ( هان ) سلطنت عالی مستبدی ډلی پر عملونو باندی زياته افشا وکړه، د فيوډالی مستبد تسلط په وړاندی د ګڼ شمير خلکو د مخالفت او مقاومت څخه يی ملاتړ وکړ او په تودو احساساتو سره يی د ټيټو ټولنيزو طبقو د معمولی وګړو صفت وکړ او په احتراماتو سره يی يو شمير وطن پرست قهرمانان وستايل ٠ دده په لاس ياد شوی زياتی پيښی او اشخاص د رسمی تاريخی ليد او عنعتوی مفکورو له لحاظه د منلو وړ نه دی ٠ خو د ( سه ما چيان ) په نظر داسی شخصيتونه او فعاليتونه د يادونی وړ دی ٠ د تاريخی يادداشت په نامه دغه لوی اثر خورا زيات ادبی ارزښت لری ٠ لومړی ارزښت يی دا دی چه په هنری طريقو سره يی د ريښتيايی تاريخی موادو په استعمالولو سره په بريالی توګه د ګڼ شميرڅرګند طبيعت لرونکو اشخاصو څيری روښانه کړی٠مثلاٌ د بزګرو پاڅون کوونکو قوماندانانو څنګه سياسی واک ترلاسه کړ ، او هغه قهرمانان چه په ظاهره کښی نا توانه او بی جراٌته ښکاريدل خو په حقيقت کښی کلک عزم او عالی مرام لرونکی ؤ ، مشهور سرتير مبارزين ، په جګړو کښی نه ماتيدونکی جنرالان او قوماندانان ، ترهګر قاتلان ، با عقله او هوښيار پوهان چه ظاهراٌ ضعيف ښکاری ، شتمنه او بډايه کونډه ښځه ، او له خپل ميئن سره تښتيدلی باجراٌته ښکلی ښځه او داسی نور ٠٠٠ او د دغه عادی او معمولی شخصيتونو يادونی په دی لوی کتاب کښی تر ټولو نه طلايی او زړه راجلبوونکی برخه تشکيلوی ٠ ( سه ماچيان ) په دغه کتاب کښی په ساده او ژوندی کليمو او سيستماتيکه توګه د تاريخی پيښو او اشخاصو په باب ښه تشريحات وکړل او په ادبی او هنری قلم يی لوستونکی ځانته راجلب کړل چه جذباتی قوت يی بی حده دی ٠ د کتاب ليک دود څرګند او روان دی او خلک ور باندی ښه پوهيږی نو په تاريخ کښی د چين د لرغونی اثارو څخه ترټولو نه غوره او ځلاند کتاب بلل کيږی ٠


1  2