CRI Online
کلاسيک شعرونه

مشهور شاعر دو فو او دده شعرونه

د چين د ادبياتو په تاريخ کي دو فو او لي باي تر ټولو نه مشهور وو او په نړۍ کي يي هم ډير شهرت موندلی دی . دو فو په اوه سوه دوولسم کال کي وزيږيده او نيکه يي هم يو نامتو شاعر و . هوښيار دو فو د اوه کلنۍ په وخت کي د شعر په ليکلو پيل وکړ ، کله چه عمر يي نولسو کالو ته ورسيد، د هيواد ټولو مشهورو ځايونو ته په سفر پيل وکړ چه همدې موده هم د چين د تانګ په سلسله کي ډيره أباده موده وه ، هغه د مشهورو غرونو او سيندونو د سيل نه وروسته ډير زيات شعرونه وليکل . د نورو پوهانو په شان دو فو هم وغوښتل چه حکومتي دنده لاس ته راوړي ، خو په سلطنتي ازموينه کي يي څو څو ځله ناکام شو . د منځني عمر په وخت کي دو فو په مرکز چان ان ښار کي د غربت او بي وزليتوب ژوند تيراوه او د بډايانو تجملي ژوند او د غريبانو فقير ژوند وليدل ، نو داسي مشهور بيت يي وليکه چه په سور رنګ دروازې لرونکي بډاي کور کي شراب او غوښې خرابې شوې ، خو په لاره کي د يخنۍ په اثر مړه شوي کسان ليدل کيږي . په اوه سوه پنځه پنځوسم کال کي چه دو فو دري څلويښت کلن و ، بالاخره يوه رسمي دنده تر لاسه کړه ، خو يوازي يوه مياشت وروسته جګړه پيښه شوه . ورپسې په هيواد کي جګړې په پر له پسې ډول دوام ورلود او په دي موده کي دو فو سرګردان ژوند وکړ او له خلکو سره د همدردي او د جګړې څخه د نفرت په هکله يي زيات شيمر شعرونه وليکل .

په اوه سوه نهه پنځوسم کال کي دو فو د حکومت څخه پوره نااميد شو او خپله دنده يي استعفا وکړه چه په همدي وخت کي مرکز چان ان او شاوخوا سيمې د وچکالۍ سره مخامخ شوې ، د مجبوريت لمخي دو فو د خپلو کورنيو غړو سره يو ځاي د هيواد د جنوب لويديځې سيمې د چن دو ښار ته لاړ او د ملګرو د مرستې لاندي يي څلور کاله بي وزلي ژوند تيراوه او په دي موده کي يي يو مشهور شعر وليکه چه نوم يي دی ، کوډلۍ د مني د باد لخوا ويجاړه شوه . په دي شعر کي شاعر وغوښتل چه د ځان د قربان کولو په ځاي د نړۍ د ټولو غريبانو دپاره لوي لوي عمارتونه جوړ شي. نوموړي شعر د شاعر د صادقانه احساساتو او عالي اخلاق څرګندوي دی .

په اوه سوه اويايم کال کي دو فو د نهه پنځوسو کالو په عمر د غريبۍ او ناروغۍ له امله د پناه وړلو په لاره کي له دنيا څخه لاړ او د خپل ژوند په موده کي يي يو زرو څلور سوه ښکلي شعرونه وليکل .


1  2  3  4  5  6  7