CRI Online
کلاسيک شعرونه

د چين د شعرونو لومړي مجموعه

اوه پيړۍ د ميلاد نه مخکې په چين کي د شعرونو لومړني مجموعه رامنځته شوه چه پکي درې سوه پنځه ډول ډول شعرونه راغونډ شول چه دغه مجموعه د لرغوني يونان د حماسي نه څو سوه کاله مخکي پيدا شوه . دغه درې سوه پنځه شعرونه د قبل الميلاد نه د يوولسمې پيړۍ نه تر اوومې پيړۍ پوري يعني د پنځو سوو کالو په موده کي ليکل شوي وو چه د فون ، يا او سون په درو برخو ويشل شويدی . د فو په برخه کي يو سلو شپيته ولسي سندرې ، د يا په برخه کي يوسلو پنځه نغمې او ترانې او د سون په برخه کي د عبادت په باب څلويښت شعرونه او سندري شاملې دي .

په نوموړي مجموعه کي د شعرونو ليکوونکي د زحمتکښانو ، عسکرو او اشراف زاده ګانو څخه عبارت وو او نوموړي شعرونه په لومړيو وختونو کي په ډول ډول مراسمو کي وويل شول او وروسته په اشرافي ښوونه کي د زده کړي دپاره استعماليدل .

په عمومي لحاظه د شعرونو مجموعه د چين د ادبياتو ځلانده منبع ده او دا نښه هم ده چه دچين ادبياتو لا پخوا ډيره ترقی موندلی وه .


1  2  3  4  5  6  7