CRI Online
حماسې

د مانيس حماسه

د ګسار او جنګل په شان د مانيس حماسه هم ډيره مشهوره ده ، خو د ګسار او جنګل د حماسو سره دا توپير لري چه په دي حماسه کي قهرمانان د يوې کورنۍ له اتو نسلونو څخه راغلي دي . د مانيس حماسه د قرغيز په قوم پوري اړه لري چه دغه لرغوني قوم د چين د ملي اقليتونو څخه شميرل کيږي او د چين د شمال لويديځې برخې د شينګجيانګ د ويغوري قوم په خودمختاره سيمه کي ميشته دی . مانيس لومړي په نهمه يا لسمه پيړۍ کي رامنځته شو او د خپريدو په بهير کي د قرغيزي سندره غاړو د نسل په نسل خلاقيت له امله داسي ادبي اثر وګرزيدچه قوي قومي خصوصيات لري .

مانيس د قرغيز د قوم په افسانه کي يو مشهور مشر او قهرمان و او د قوت ، تورياليتوب او پوهې نښه هم ګڼل کيږي ، په دي حماسه کي هغه کيسه ترسيمه شويده چه د مانيس کورنۍ د بهرنيو قومونو د تالا او ستم سره په مبارزو کي د خپل قوم د خلکو لارښوونه وکړه او په پاي کي يي أزادي او نيکمرغي لاس ته راوړه .نوموړي حماسه له اتو برخو څخه عبارته ده او د هرې برخې نوم په دي برخه کي د يوه قهرمان په نامه ياديږي چه د دوو مليونو کلمو په شمول سل زره بيتونه لري .

په دي حماسه کي پرته د مانيس او دده د کورني غړو نه نور سل تنه شخصيتونه هم ليدل کيږي چه له دوي څخه د مانيس ملاتړ کوونکي سپين ږيريان او نژدي دوستان شته او ظالم پاچا ، بي شرمه خاينان او وحشي شيطانان هم شته . برسيره پردي په دي حماسه کي په شلګونو لويې جګړې او استعمال شوي زيات ډوله وسلې او أسونه هم ترسيم شويدي .

يوسف مامايي چه اوس تقريبأ پنځه اتيا کلن دی، په نونس سوه څلويښتم کال کي په مسلسلو اوو شپو کي د مانيس حماسې ټولې کيسې وکړې چه په دي وجه هغه ډير شهرت موندلی دی . له نولس سوه څلور اتيايم کال نه تر نولس سوه پنځه نويم کال پوري يي د مانيس حماسې اتلس جلده چاپ کړل . اوس د مانيس حماسه د چين په ملي ژبه په انګريزې ، فرانسوي ، جرمني او جاپاني ژبو ترجمه او چاپه شوې ده ، نو يوسف مامايي هم ادبي جايزه اخيستې ده . دغه راز له دي امله چه د مانيس حـماسه د چينې او خارجي ادبياتو په تاريخ کي ډير شهرت موندلی دی ، نولس سوه پنځه نوي کال د م م لخوا د مانيس د بين المللي کال په نامه وټاکل شو .


1  2  3